د ښو ويښتانو ساتلو له پاره لس ټکي
ډېر انسانان غواړي چي ښه ويښتان ولري. که څه هم د هر انسان د ويښانو جوړښت توپير لري، خو ښه ساتل او پالل کيدای سي د هغو جذابيت ته گټه ورسوي. په دې انځوريز راپور کي هغه لس ټکي وړاندي کيږي چي د ساتني له پاره ئې گټه لري.
د سالمو ويښتانو له پاره د سر پوست ساتل
د سالمو ويښتانو لرلو له پاره د سر پوست سالم ساتل اړین دي. که د سر پوست سالم و نه ساتل سي هغه وچيږي، خارش کوي او خانگره پيدا کوي. د سر پوست ته ماساژ ورکول د ويني جريان زیاتوي او ويښتانو ته گټه رسوي. د سر پوست بايد نرم وساتل سي.
صحيح پرېولل
دا به ډېره ښه وي چي د ويښتانو تر پرېوللو دمخه هغه ږمونځ سي. د ويښتانو ږمونځول ډېر هغه مواد چي پوري نښتي وي له منځه ځي او ويښتان په يوه وار پرېوللو پاکيږي. تر هغه وروسته خپل ويښتان په اوبو پرېولئ او اوبه بايد ډېري تودې نه وي. ډېري تودې اوبه د ويښتانو د توېدو سبب کيږي. تر هغه وروسته خپل ويښتان په لږ تروو سړوو اوبو چي يا ليمو يا سرکه ورسره وي پروينځئ.
سالمه ساتنه
د ويښتانو تر پرېوللو وروسته د هغه ساتنه پيليږي. د ويښتانو د تقويه کولو ماده (کانديشنر) تر پرېوللو وروسته لومړۍ مرحله ده چي ويښتان تقويه کوي. دغه ماده ويښتانو ته ځلا ورکوي او ږمونځولو ته ئې تياروي. تر دې وروسته بيا خپل ويښتان په داسي ږمونځه ږمونځ کړئ چي غاښونه ئې کلک وي.
سم وچول
لانده ويښتان هيځ وخت په لانده دستمال کي مه پېچئ. دا د ويښتانو بېخ ته سخت تاوان رسوي، ځکه ويښتان يا سر بې اندازې ډېر توديږي او تاوان ور رسيږي. تر ټولو ښه لاره ئې دا ده چي ويښتان د ويښتانو وچولو په ماشين سره په نرم باد سره وچ سي.
د ويښتانو ښه تقويه
د وېښتانو د ښه ساتلو سره سره بايد کله نا کله خپلو ويښتانو ته تقويت ورکړئ. د هر ډول ويښتانو د تقويې مواد په بازار کي پيدا کيږي او تاسي کولای سي هغه وکاروئ. د وچو ويښتانو له پاره نباتي روغن له آووکادو مېوې سره او د ډوډۍ خوړلو دوې قاشقي د لمرگل غوړي او لږ ليمو سره گډ او په ويښتانو ئې ووهي او ۱۵ دقيقې ئې پرېږدئ.
د وښتانو ښه ساتني
د ويښته دوه ښاخه کېدل په ځانگړې توگه د اوږدو ويښتانو دا ډېرو ښځو ته تکليف ورکوي. دا تر حد زيات رنگ ورکولو، ډېر لمر، وچه هوا د ويښتانو د دغه شان مرض سبب کيږي. د دې کار د مخنيوي له پاره باید د ويښتانو څوکي په يو ډول روغنو او کريمو ووهل سي.
مناسبه ږمونځ
ښه برس او ږمونځ هم د ويښتانو د ساتلو له پاره اړین دي. يو ښه برس د ويښتانو د چربۍ د کښته کولو له پاره ډېر اړين دی. هغه برسونه چي تيرې څوکي لري کيدای سي ويښتانو ته تاوان ورسوي. ږمونځ او برس مو منظم په شامپو پرېولئ، څو په هغو کي موجودي باکترياوي له منځه ولاړي سي.
د ويښتانو سم رنگ
کله چي ويښتان رنگ کړئ، نو په کيمياوي موادو ولړل سي. پر ويښتانو باندي د رنگ اثر بايد د ويښتانو اعماق ته ورسیږي. ځکه نو تر دې وروسته ويښتان ښې ساتني ته اړتيا لري. تيره رنگونه ويښتانو ته لږ تاوان رسوي. دې ته مو بايد پام وي چي په نکريځو رنگ سوي ويښتان سم رنگ نه اخلي.
صحيح تغذيه
نامتعادل غذايي رژيمونه هم ويښتانو ته تاوان رسوي. ځکه ويښتان د ويتامينونو له کمښت سره مخامخ کیږي. د سر ويښتانو له پاره تر ټولو ښه تقويه کوونکي مواد ميوه، کب، د چرگانو غوښي، سبزيجات، شيدې او داسي نور دي.
آرامښت
په ژوند کي سترس د دې سبب کيږي چي کورتيزول هورمون زيات سي او د ويښتانو ريزش او وچوالی ډېر سي. کافي آرامښت او ورزش کولای سي سترس لږ کړي او د ويښتانو د ښکلا سبب وگرځي.