د ژمي تاوده فصلونه، اوسني کوچنیان واوره نه پیژني
۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سهشنبهکه څه هم په آلمان کې د ژمي په موسم کې میندي او پلرونه هڅه کوي له واورو ډکو سیمو ته سفرونه وکړي خو حتی د الپ د غرونو، د سکي وهلو په سیمو کې هم د واورو کمبود لیدل کیږي. له کلونو راهیسې د ژمي موسم وار په وار د تودیدو په حال کې دی او په دې ډول واوره هم د کمیدو په حال کی ده.
د آلمان د هواپیژندنې د ادارې په حواله، له ۱۹۶۱ کال څخه تر ۱۹۹۰م کاله پوری په اوسط ډول ۴۷ ورځی دغه هیواد په واورو پوښلی وو. په تیرو ۳۰ و کلونو کیې دغه ډول ورځي په واضح ډول مخ په کمیدو دي. ځینی وخت د هغو شمیر شلو ورځو ته رسیدلی. خو له واورو ډک ۲۰۱۰ کال په هغه کې شامل نه دی.
په هانوور ښار کې یو درې کلن هلک واوره یوازی د کوچنیانو له پاره کتابونو څخه پیژني. د هغه د زیږیدو راهیسي په دغه سیمه کې ډیره لږ واوره اوریدلې ده. سږکال هیڅ واوره ونه سوه. په ۲۰۱۹م کال کې یې هم اندازه ډیره کمه وه.
آیا د کوچنیانو د کتابونو انځورونه باید په راتلونکي کی بل ډول وي؟
په هامبورگ کی د کوچنیانو د کتابونو د مطبعې ویانده کاترین هوگریبه دا خبره تأییدوي چی په پام کی ده داسي یو کتاب چاپ سي چی په هغه کی به د کرسمس جشن پرته له واوری لمانځل کیږي.