1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډاکتر پر ځای د ملا ګمارل «روغتيايي بحران لا پسې پراخوي»

۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبه

د روغتیا د څانگې کارپوهان وايي چې د روغتیا په وزارت کې د ډاکټرانو پرځای د ملایانو گمارل د عامی روغتیا د برخې بحران لا پسې پراخوي. په دې وروستیو کې طالبانو یو دیني عالم د عامې روغتیا د وزارت د سرپرست په توگه ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/4gQEV
Afghanistan | Patienten in einem Krankenhaus in Kabul
د افغانستان په یوه روغتون کی د ناروغانو حالتانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو مشر ملا هبت ‌الله آخندزاده، د چهار شنبې په ورځ په کابینه او ولایتونو کې د نوو ګمارنو په هکله خپل فرمان صادر کړ.

ددغه فرمان له مخې ډاکټر قلندر عباد، چې شاوخوا درې کاله د طالبانو د عامې روغتیا وزیر وو، له دندې گوښه سو او د کورنیو چارو وزارت مخکینی معین مولوی نورجلال، د عامی روغتیا د وزارت د سرپرست په توگه وټاکل سو.

د طالبانود عامی روغتیا د وزارت د انترنت پاڼې د معلوماتو له مخې، قلندر عباد، یو ډاکټر دی او د ننگرهار د طب په پوهنځي کې یې تحصیل کړی دی.

په لندن کې د پوهنتون استاد، ډاکتر محمد نوروز حقمل، د قلندر عباد د ګوښه کولو او د هغه پر ځای د یوه مولوي د گمارلو په هکله د دویچه ویلی د آشتي په خپرونه کې وویل:« مخکینی وزیر یو ډاکټر وو او پرځای یې د دین یو عالم راغلی دی. د دین عالم په روغتیا وزارت کې هیڅ کار نه سي کولای. حتی له مرستندویه بڼسټونو سره د دیني عالم همږغي ستونزمنه ده.»

د روغتیا له نظام څخه د صحي کارپوهانو د ګوښه کولو پايلې

طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته، خپل غړي چې ډیری یې ملایان دي او په مدرسو کې یې تعلیم کړی دی، په کلیدي پستونو گمارلي دي. کارپوهان انتقاد کوي چې په تخصصي مقامونو د ملایانو گمارل، د ادارو کاري کیفیت کمزوری کوي.

کارپوهان وایی چې ډیری روغتيايي کارپوهان له خپلو دندو گوښه کړای سوي او پرځای یې ملایان گمارل سوي دي چې په دا وروستیو کې د روغتیا د وزارت د سرپرست ټاکل کیدل یې یوه بیلگه ده.

د روغتیا د بحران په هکله اندیښنې په داسي وخت کې مطرح کیږي چې په دا وروستیو کې د سیلابونو له امله د طالبانو اداره پر دې ونه توانیده چې په سمه توگه د سیلاب ځپلو ستونزو ته رسیدگي وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان هم ويلي دي چې په سیلاب ځپلو  سیمو کې حالت کړکیچڼ دی.

د روغتیا د برخې د کارپوهانو په خبره، د طالبانو د روغتیا وزارت حتی د دې توان نلري چې هغه صحي خدمات عملي او رسول یې آسانه کړي چې مرستندویه بڼسټونه یې برابروي.

د وزیر اکبرخان د روغتون پخواني رئیس ډاکتر عبدالله احمدي، دويچه ویله ته وویل:»  د پخوانیو روغتیايي کدرونو گوښه کول چې د کافي پوهي درلودونکي دي، د افغانستان روغتیايي بحران لاپسي خرابوي.« هغه زیاته کړه : «تر څو پورې چې د افغانستان روغتیایی سیستم له سیاست څخه بیل نکړای سي، همدارنگه به له جدي ننګونو سره مخامخ وي.»

احمدي وویل:«  کله چې د عامې روغتیا او روغتونونو رئیسان ملایان او قاري صاحبان وي ... او صحي کدرونه له دندو گوښه کیږي، دا د روغتیایی نظام د جدي بحران یوه نښه ده او متأسفانه خلک له هغه څخه ځوریږي.»

داکټر حقمل هم څرگنده کړه چې په افغانستان کې د روغتونونو ۷۰ تر ۸۰ سلنه مشران غیر مسلکي کسان دي:«  کله چې د روغتونونو مسوولین او د ولسوالیو روغتیايي مشران غیر مسلکي کسان وي، له هغوی سره حتی د صحي موضوعگانو په اړه افهام او تفهیم هم مشکل وي. او دغه مسوولین نه سي کولای صحي کارکوونکي په سمه توگه اداره کړي.»

حقمل زیاته کړه چې دا مهال په افغانستان کې څه د پاسه ۲۳ میلیونه کسان روغتايي خدماتو ته اړتیا لري. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ترکنترول لاندي د عامې روغتیا وزارت دغو اړتیاوو ته د رسیدو توانایی نلري.

د طالبانو  له لوري د ښځو پر حقونو وضع شوي بندیزونو هم په افغانستان کې د روغتیا بحران شديد کړی دی او ښځي په مستقیم ډول ورڅخه ځوریږي.

دا په داسي حال کې ده چې د بشري حقونو مدافعینو په دې وروستيو کې د افغانستان د روغتیايي نظام د وضعیت په هکله ويلي چې د بهرنیو مرستو کمیدل د افغانستان روغتیايي سیستم ته په شدت سره زیان رسولی او د طالبانو له خوا پر ښځو  او نجوڼو باندي وضع سوي محدودیتونه، صحي خدماتو ته د هغوی د لاسرسي خنډ گرځیدلي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

GP/BS/Sirat