د چيلي په پلازمېنه کې بېړنی حالت اعلان شو
۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبهد ځمکې لاندې اورګاډي يا مېترو د ټيکټونو د قيمته کېدو له کبله د راټوکېدلو احتجاجونو له کبله د چيلي ولسمشر، سبستيان پينېرا، بېړنی حالت اعلان کړی دی. په يوه تلويزيوني وينا کې يې دغه اقدام په هغو »جدي او تکراري بريدونو« توجيه کړ چې د چيلي د پلازمېنې سانتياګو پر مېترو سيستم باندې شوي دي. د بېړني حالت د مقرراتو له کبله بنيادي مدني حقونه د عادي وخت په څېر نه مراعاتيږي. د مثال په ډول شکمن کسان کېدای شي ډېر وخت د پوليسو په قبضه کې پاته شي.
تر دې مخکې د سانتياګو د مېترو په بېلابېلو تمځايونو کې اورونه لګېدلي ول. يوه سرويس بس هم اور اخيستی وو. پوليسو د تاوتريخجنو مظاهره چيانو په وړاندې له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار اخيستی دی.
د مېترو چلونکي شرکت په دې پسې د مېترو تګ راتګ د اوونۍ په پای کې متوقف کړی دی. لومړني احتجاجونه تقريبا يوه اوونۍ مخکې شروع شوي ول. علت يې له ۸۰۰ پېسوس څخه ۸۳۰ پېسوس ته د ټيکټونو ګرانېدل وو چې تقريبا څلور اروپايي سنټه توپير کيږي. لومړی ډېرو زده کوونکو او محصلينو بې ټيکټه په مېترو کې سفر پيل کړ چې وروسته بيا د چيلي په پلازمېنه کې پراخ احتجاجي لاريونونه هم تر سره شول.
jj/mir (dpa, afp)/ن ص/ا و ا