د چورلکې د نسکوریدو په پيښه کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهپه اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د پيښې د رامنځته کیدو په اړه به څیړنه وشي، خو په ظاهره کې داسې نښې نښانې نه لیدل کیږي چې ګوندې چورلکه دې د دښمن له خوا ویشتل شوي وي.
د ناټو ماموریت د وژل شویو سرتیرو د کورنیو ته د احترام په وجه نه غواړي سملاسي د هغوې د هویت په اړه نور جزئیات ورکړي. له دې دوو عسکرو سره سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیر ۱۹ ته ورسید.
د طالبانو یوه ویاند د وتس اپ له طریقه د چینوک ډوله چورلکې د ویشتلو او رانسکورولو ادعا کړې ده.
پيښه د افغانستان د جنوب ختیځ ولایت لوګر په چرخ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې ویل کیږي غوښتل یي د طالبانو پر مرکزونو برید وکړي.
طالبان هر کله د داسې پيښو پر مهال ادعا کوي چې ګوندې رانسکوره شوې چورلکه یا بی پیلوته الوتکه (ډرون) دوی را غورځولې ده.
په وروستي ځل د سپتمبر میاشتې په نیمایي کې یو امریکایي سرتیری په مرکزي ولایت ميدان وردگ کې وژل شوی وو. مخکې تر دې بیا د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې هم یو امریکایي سرتیری په پلازمېنه کابل کې د موټر بم په برید کې وژل شوی وو. له همدې امله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ناڅاپي ډول له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې وځنډولې.
دواړه خواوې په افغانستان کې د روانې نږدې ۱۸ کلنۍ شخړې د پای ته رسولو په موخه یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو په برخه کې موافقې ته نږدې شوي وو. په اوس وخت کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې مستقر دي.
آژانسونه/ش.ن/ب.ص