د ځمکې تودښت؛ څنگلونه په اور کې سوځي
د اقلیم بدلون او د ځمکې تودښت له امله په ځنګلونو کې اورونه لگيدلي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې پراخ زیانونه اړولي او په سلګونو زره خلک یې بېځایه کړي دي. انسانان د ځمکې د تودښت اصلي لامل دي.
کاناډا
له څو ورځو راهیسې د کاناډا په ځنګلونو کې تر زرو زیاتو ځایونو کې اور لګېدلی او په دغه هیواد کې چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او په ټول هیواد کې د اور وژنې ډلې ځای پر ځای شوي دي.
کاناډا
اور په چټکۍ سره په ځنګلونو کې خپریږي او د هغو سیمو پر لور حرکت کوي چیرې چې انسانان ژوند کوي. حکومت اړ شوی چې له خطر سره مخ سيمو د خالی کولو امر صادر کړي.
کاناډا
په ځنګلونو کې د لگيدلو اورونو له کبله لارې تړل شوي او ډېر خلک په هغو سیمو کې بند پاتې شول چې تر ګواښ لاندې دي. د دغو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
کاناډا
حتی د کاناډا پوځ د اور د خطر لاندې سیمو څخه د خلکو د ایستلو له پاره اقدام کړی دی. د اردو ځواکونو یوه برخه د اور په کنټرولولو د اور وژنې ډلې سره مرسته کوي. د کاناډا په لوېدیځ کې د بريتش کولمبیا ولایت څخه شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستل شوي دي.
کاناډا
په میلیونونو ډوله وحشي حیوانات چې په ځنګلونو کې اوسیدل هم بې ځایه شوي دي. لکه دا يږه د سړک څخه تیریږي.
هسپانیا
د اروپا د وچې په ډېرو برخو کې ځنګلونه سوځېدلي دي. په تېره یوه اوونۍ کې د هسپانيا په یو شمېر ځنګلونو کې اور لګېدلی او د کابو کولو هڅې یې روانې دي. له دغه هېواده د ځايي اوسېدونکو ډېر شمېر کډه شوي دي.
پرتگال
په پرتګال کې په دې وروستیو کې د ځنګلونو اورونه زیات شوي دي. د روانې میاشتې په پیل کې د دغه هېواد په ځنګلونو کې څو ځايه اور ولګېد. د دغه هېواد چارواکي د احتمالي اورلګېدنې د کنټرول له پاره ډېر چمتووالی لري. د اور لګېدنې له امله په دغه هېواد کې زرګونه هکتاره ځنګلونه له منځه تللي دي.
فرانسه
تېره اوونۍ د فرانسې د سويلي سیمو په ځنګلونو کې هم اور ولګېد او د استوګنې نږدې سیمو ته یې زیانونه واړول. دا سیمې د فرانسې او هسپانيا سره ګډه پوله لري. په تیرو وختونو کې د فرانسې په نورو سیمو کې په ځنګلونو کې اورونه بل شوي دي.
کروشیا
کروشیا په ځینو برخو کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی چې یو شمېر سیلانیان یې د استوګنې پرېښودو ته اړ کړل. د جولای په پای کې، د سپلیټ ښار ته نږدې د سیووا په ټاپو کې اور لګیدلی و.
ایټالیا
په ایټالیا کې، د جولای مياشتي په پای کې د پالرمو په ځنګل کې اور ولگيد چې له کبله يې سړکونه بند شول او پر لاري بند موټرونه وسوځل شول.
آلمان
د آلمان مرطوب ځنګلونو کې هم وخت په وخت اورونه لگيږي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د میکلینبورګ-فورپومرن او برانډنبرګ ایالتونو په ځنګلونو کې اورونه لګېدلی او د اور وژنې ادارې له خوا پراخ عملیات پیل شوي چې د سیمې خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی وو.
ترکیه
په ترکیه کې په ځنګلونو کې اورلګیدنې ډیر زیانونه اړولي دي. په دغه هېواد کې اورلګېدنه تر ډېره په سويلي سیمو کې رامنځ ته کېږي. وروستۍ اورلګېدنه د انتالیا په یوه ځنګل کې شوې ده.
یونان
د جولای مياشتي په وروستیو کې د ځنګلونو اورونو د یونان د استوګنې ټاپوګان هم اغیزمن کړل. اور دومره پراخ و چې د سیلانیان د اوسیدو سیمو ته نږدې شو او د دې لامل شو چې په ځینو ټاپوګانو کې بیړنی حالت اعلان شي او خلک له دې سیمو وویستل شي. دا عکس د روډس په ټاپو کې د ځنګل څنګ ته د ساحل هوټل ښیې؛ یو ځنګل چې په بشپړه توګه سوځیدلی دی.
الجزاير
د الجزایر په بیجیا ځنګلونو کې اورلګیدنه کلیوالو سیمو ته خپره شوه او د جولای په پای کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل. د څنگل په دې سوځېدنه کې ګڼ شمېر کسان مړه شوي او تر ۲۰ ډېر لادرکه دي.
ایران
د ایران کردي سیمې په دې وروستیو کې د ځنګلونو د اورونو شاهدې وې. دا عکس د کردستان په ماروان ښار کې یو ځنګل ښيي چې سوځېدلی دی. د زاگروس غرونو په ځنګلونو کې اور د څو ورځو له پاره دوام درلود.
افغانستان
په دې وروستیو کې د افغانستان په سويل ختیځ کې په ځنګلونو کې اور لګېدلی وو. په دغو ځنګلونو کې اورلګېدنې د ونو ډېره برخه سوځولې او هغه طبيعي زېرمې چې خلک يې د ژوند له پاره کاروي له منځه تللي دي.
امریکا
د امریکا متحده ایالاتو د هاوایی ټاپو په لاهینا سیمه کې د ځنګلونو د اور له امله رامنځ ته شوي ویجاړتیا په پورتنې عکس کې کتلې شئ، چې تیره پنجشنبه رامنځ ته شوه. د دې سیمې ځینې برخې د اور په لمبو کې وسوځېدلې. چارواکي اړ شول چې له دې سیمې زرګونه کسان وباسي او خوندي ځای ته یې ولیږدوی.
انسان او د ځمکې تودښت
له لسیزو راهیسې، ساینس پوهان د ځمکې د مخ پر ودې تودښت او د دې سیارې اوسیدونکو له پاره د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي. د انسانانو له خوا د گلخانه يې ګازونو تولید د سیارې د تودښت لامل شوی او د هغې د کمولو له پاره اقدامات د بحرانونو لکه وسله والې شخړې، اقتصادي بحرانونه او د ناروغیو خپريدلو له کبله بې اغيزي شوي دي.
جگړه او انرژي
پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د انرژۍ بحران رامنځ ته کړ او یو شمېر اروپايي هېوادونو بیا د فوسیل سونګ او اټومي انرژۍ کارولو ته مخه کړه. هغه دوې سرچینې چې باید په تدریج سره کمې شي او انسانان به یې په صنعتي برخو کې نوره نه کاروي.
د هوا ککړتئا
په ځنګلونو کې اورونه، نه یوازې د شنې فضاد ضایع کیدو لامل کیږي، کاربن ډای اکسايد ډيروی او اکسیجن تولید کموي؛ بلکې، دا په هغو سیمو کې چې انسانان ژوند کوي ډیر کاربن ډای اکسایډ خپروي. د کارین ډای اکسایډ زیاتوالی د هوا د ککړتیا لامل کیږي، د انسان له پاره د تنفسي ناروغیو لامل کیږي او د مړینې کچه لوړوي.