د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژل شوی
۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبهدا پېښه نن سهار (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۹مه نېټه) د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د تیرو ښارګوټي په سیمه کې رامنځته شوې ده. د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل دویچه ویله ته وویل، چې د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال له کوره پوهنتون ته په لاره و، چې د بلند منزلو تېره کنډو په سیمه کې وسله والو پرې برید کړی، لومړۍ ټپي او په روغتون کې یې ساه ورکړي.
منګل وایي: «غروال صیب د سهار ۵:۳۰ بجې له کوره وتلی و او پوهنتون ته د درس لپاره تللو، چې وسله والو کسانو پرې برید کړی. موږ سخت خواشیني یو او په شدید الفاظو د دې برید غندنه کوو.»
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم دغه پيښه غندلې او اړونده ارګانونو ته یې د هر اړخیزې ارزونې لارښوونه کړې.
د پکتیا ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل دویچه ته زياته کړه:« غروال صیب زموږ ملګرو وکیلانو کې خاکساره په خپلې خبرې ولاړ، د پکتیا حقونو مدفع، د ملګرتیا او حساب سړی و او ترڅنګ د جرګو او مرکو سړی و.»
تر اوسه چا د پکتیا ولایتي شورا د مرستیال ایوب غروال د وژلو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د پکتیا والي ویاند وایي، چې امنیتي ارګانونو د پېښې د پلټنه او څیړنې پیل کړې دي.