د پکتيا ولايت په ډيرو سيمو کي د ټاکنو تر سره کېدل ناشوني دي
۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبهدغه کاندیدان وړاندې زیاتوي، چي په پنځو نورو ولسواليو کي هم امنيتي ستونزي ليدل کيږي نو له دې آمله دوی مجبوره دي، چي خپلي ټاکنیزي هڅي یوازي د ګردیز په ښار کي تر سره کړي.
د دغو کانديدانو په وينا ګن شمېرد ولايتي شورا نوماندان د مخالفينو له ګواښونه سره مخامخ دي او ورځ تر بلي يو شمېر نوماندان له خپلي نوماندۍ څخه تيريږي.
ولايتي شوراته کاندیداحمد شاه پکتياوال وايي، که چيري د دغه ولايت امنيتي ستونزي حل نه سي د یو ګڼ شمېر کسانو ګدون به په رایه اچونه کي امکان ونه لري او د ټاکنو مشروعيت به تر پوښتني لاندي راسي.
خو په پکتيا کي د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون څانګه د دغو ادعاوو په ردولو سره زياتوي، چي یوازي په زرمت ولسوالۍ کي نا ارامي ليدل کيږي.
دغه څانګه زياتوي، چي د پکتيا ډيری ولسوالۍ په يو لنډ واټن کي له مرکز ګرديز څخه پرتې دي نو له دې کبله خلک کولای سي خپلي رايي په مرکز کي وکاروي.
د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور وايي، چي د پکتيا ولايت نه د دوی معلومات دا په ګوته کوي چي ټاکنيزي سيالۍ په دغه ولايت کي په ښه توګه رواني دي.د پکتيا ولايت لوی ولايت دی او تعداد د کاندیدانو هم پکښي ډير دی او دوی تر منځ رقابت هم زيات دی او دهغه راپورونو له مخه چي تر اوسه پوري موږ ته رارسیدلي د ولایتي دفترونو څخه دغه مسايل په ښه توګه پرمخ روان دي.
د پکتيا ولايتي شورا ته نه شپېته کسانو ځانونه کانديد کړي،چي څلور یې ښځي دي. د پکتيا ولايت يو شمېر اوسيدونکي خپل ګډون په ټاکنو کي کمرنګه بولي او دوی د دې خبري له پاره بيلابيل لاملونه په ګوته کوي.
دوی وايي، چي لومړی هغه کاندیدانوته چي موږ د مخه رايي ورکړي وې هغوی موږ ته خدمت ونه کړی نو دغه کاندیدان به موږ ته څه وکړي. تاسو وګورۍ ګرديز ته چي هيڅ خدمت پکښي نه دی سوی.
دوهمه خبره داده چي ددوی مکمل معلومات موږ ته نسته موږ یوازي پنځه شپږ کسان پیژنو، نور څوک موږ نه پيژنو ځکه چي دوی ځانونه پټ کړي دي، نه په تلويزيون کي راڅرکنديږي او نه هم کوم اشتهارات لري،ولسواليو ته نه ځي د ننه نوڅوک له دوی نه خبر دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاندنور محمد نور وايي، چي د دغو ستونزو سره سره به بيا هم په هيوادکي ټولټاکني تر سره کيږي، چي د خلکو ګډون پکښي مهم رول لري.
د پکتيا ولايتي شورا ته ۹ چوکۍ په پام کي نيول سوي دي، چي درې یې د ښځو لپاره دي.
که څه هم د پکتيا ولايت نفوس په دقیقه توګه ندی څرګندخو ويل کيږي، چي پنځه سوه زره کسان په دغه ولايت کي ژوند کوي، چي تر اوسه يوسلو اويا زره کسانو د ټاکنو کارتونه تر لاسه کړي دي.
که څه هم د پکتيا ولايتي شورا ته کانديدان له امنيتي ستونزو څخه سر ټکوي او امنيت تر ټولو لويه ننګونه بولي خو د دې ولايت دولتي چارواکي کانديدانو ته د ټاکنيزو سياليو په لړ کي د پوره امنيت ډاډ ورکوي.
احمد فرهاد
کتونکی. زيارمل