1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيکينگ غونډه ولې ځنډيږي؟

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د سولې په تړاو په پيکينگ کې د کيدونکې غونډې ځنډيدو غبرګونونه راپارولي. طالبانو هم ځینو رسنیو ته په یوه وروستي بیان کې ویلي چې افغان حکومت دې غونډې ته خنډونه جوړوي. خو د غونډې د ځنډيدو اصلي لاملونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3TlSz
Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

طالبانو ته نیږدې سرچینې وايي، چې د افغان حکومت د خنډونو له امله به طالبان د پيکينگ په غونډه کې ګډون ته زړه ښه نه کړي. دا ډله لاهم افغان حکومت د سولي په خبرو کې د یوه لوري په توګه نه مني.

مولوي اکبراغا چې د طالبانو په وخت کې يو جگپوړې چارواکی وو، دویچه ویله ته وویل چې له طالبانو سره څو ځله د حکومت په استازولی د پيکينگ د ناستې د ګډونوالو لیستونه شریک شوي، خو د طالبانو تر تائيد وروسته حکومت بيا دغه ليستونو کې گوتې وهلي.

 نوموړي زياته کړه: «زما د معلوماتو له مخې طالبانو سره درې ځله د دغه غونډې د حکومتي ګډونوالو لیستونه شریک شوي او هغوی تایید کړي، خو تر هر تایید وروسته حکومت لیستونه بیا تغیر کړي او هغه کسان یې ترې ایستلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت غړي ول.»

بل لوري ته د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د روسیي تاس آژانس ته ویلي چې طالبان د پيکینګ په غونډه کې ګډون نه کوي. هغه ويلي: «طالبان د پيکينگ په غونډه کې د ولسمشر غني له خوا د ګډونوالو له لیست سره موافق نه دي، نو ځکه د دې غونډې له پاره ټول چمتوالي دریدلی.»

د پيکينگ د غونډې اجندا تر ډېره پردې ورټوله وه چې ګډونوال به یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو بحث کوي. خو د دې غونډې جوړېدل او اجنډا یې هغه مهال جنجالې شوه، چې افغان حکومت پکې د یوه حکومتي لوري په توګه د ګډون خبره وکړه.

د بیجینګ ناستې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه دریځ دا دی چې چین د دې ناستې د نېټې او اجندا په اړه تر اوسه کابل ته معلومات نه دي ورکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد په دې اړه وویل:«د پيکينگ ناستې په اړه تراوسه د چین حکومت له خوا له وروستیو امادګیو خبر نه لرو، کوربه هېواد به د دې ناستې د نیټې او نورو لوجیستکې تیاریانو په اړه موږ ته معلومات راکوي او افغان حکومت د دې غونډي له پاره بشپړ چمتوالی لري.»

خو ځینې افغان کارپوهان بیا د پيکينگ د غونډي ځنډېدو ته له یوه بلې زاویې ګوري. د هغوی په آند افغان سولي په تړاو د پلازمینې پيکينگ غونډه تر ډیره د چین، روسیې او د سیمي د نورو هيوادونو په نوښت جوړیږي، هغه څه چې امریکا یې نه غواړي. سیاسي شنونکي امان الله هوتکي دويچه ویله ته وویل:«امریکا نه غواړي چې د افغانستان په سوله کې د چین په څير هیواد ډير رول ولري، همدا لامل دی چې د پيکينگ غونډه په یوه او بله پلمه ځنډیږي.»

سره له دې چې افغان حکومت تردې دمه د پيکينگ په غونډه کې د ګډونوالو لیست نه دی په ډاګه کړی، خو داسې ښکاري چې د پلاوي د غړو پرسر په دولت کې دننه هم ژور اختلافات شته.

د افغانستان پارلمان غوښتنه کړې ده، چې د پيکينگ ناستې ته باید یو ټول شموله پلاوی وګومارل شي. د ولسي جرګې په یوه اعلامیه کې راغلي دي، چې د سولي بهیر د بریا له پاره ترهرڅه وړاندې باید اوربند وشي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ له قید و شرط پرته د افغانانو خپل منځي خبرې، د بین الافغاني خبرو له پاره ملي اجماع او د سولې په خبرو کې د سیاسي ګوندونو، د ملي شورا غړو او د نورو شتون د ولسي جرګې د اعلامیې نور مهم ټکي دي.

 اسماعیل شاکر – کابل