1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پانګونې په بدل کې د اروپايي تابعیت د ورکړې په اړه خبرداری

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

اروپايي اتحاديې د پيسو په بدل کې بهرنيانو ته د تابعيت د ورکړې په اړه خبرداری ورکړی دی. د اتحاديې عدلي کميشنر ويلي دي چې دغه کار به په اروپايي ټولنه کې د امنيتي ګواښونو د رامنځ ته کيدو لامل وګرځي.

https://p.dw.com/p/32jTb
Deutschland Flughafen Düsseldorf Passkontrolle EU Bürger
انځور: picture alliance/dpa/F. Gambarini

اروپايي اتحاديه وايي، غړي هيوادونه بايد هغو افرادو ته د تابعيت د روکړې په برخه کې له احتياطه کار واخلي چې په دغې اتحاديه کې پانګونه کوي.

د اروپايي اتحاديې عدلي کمشنرې ويرا يوروا د سه شنبې په ورځ له «دې ويلت» ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل چې د اتحاديې غړي هيوادونه باید بهرنيانو ته د تابعيت د ورکړې په برخه کې ډير محتاط واوسئ.

هغې په خپله مرکه که وويل چې د اروپايي اتحاديې ډير غړي هيوادونه هغو بهرنيانو ته چې په اتحاديه کې لويې پانګونې کوي، د اقامت حق ورکوي. د چک جمهوريت دې سياستوالې زياته کړه چې کميسيون د «طلايي پاسپورتونو» د ويش د زياتوالي په تړاو «ډيره جدي انديښنه» لري.

«جدي امنيتي خطرونه»

يورا په دې اړه «دې ويلت» ورځپاڼې ته وويل: «د تابعيت حق ورکول له ځانه سره جدي امنيتي خطرونه راوړي، ځکه دا د دې سبب کيږي چې افراد د اروپايي اتحاديې له ټولو حقونو او امتيازونو څخه برخمن شي او د دې اجازه ورکول کيږي چې ټولې اروپايي اتحاديې ته لاسرسی ولري. مونږ په اروپايي اتحاديه کې د "ترويان آسونه" نه غواړو.»

Vera Jourova EU-Kommissarin
د اروپايي اتحاديې عدلي کمشنره ويرا يورواانځور: Getty Images/AFP/T. Charlier

د اروپايي اتحاديې عدلي کمشنرې زياته کړه چې «ځينې غړي هيوادونه بايد ډيرې هڅې وکړي تر څو د دې ډاډ رامنځته شي، چې د تابعيت حق هغو جنايتکارانو ته ورنه کړل شي چې د اروپا امنيت له خطر سره مخ او يا د تورو پيسو سپينول کوي. اروپايي اتحاديه نه بايد د جنایتکارانو، فساد او ناپاکو پيسو له پاره یو امن ځای وګرځي.»

د آلمانۍ ورځپاڼې «دې ويلت» په حواله، قبرس، مالتا، يونان، بلغاريا، پرتګال، ليتوانيا، لتويا او هنګري د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونو دي چې ګڼ شمير چينايي، روسي، افريقايي او ترکيي پانګوالو ته يې د پانګونې په بدل کې د تابعيت حق ورکړی دی.

يورا ټينګار وکړ چې غړي هيوادونه بايد «په ډيرې چټکۍ» د تورو پیسو د سپينولو پر وړاندې د مبارزې قانون باندې عمل وکړي.

له آرشيف څخه يو انځورير البوم: