د پوځي همکاريو په برخه کي د اروپايي ټولني د غړو موافقه
۱۳۹۲ آذر ۲۹, جمعهد اروپايي ټولني د غړیو هيوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۱۹) په بروکسل کي په مجموع کي د پوځي اړتياوو په برخه کي يو له بل سره د همکاري کولو په اړه موافقه وکړه. خو د پوځي عمل کولو په برخه کي نه.
د غونډي د لومړۍ ورځي په پای کي په ګډه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي «د پوځي توانونو د پراختيا په برخه کي همکارۍ ډېري مهمي دي.»
هغوی دغه راز د اروپايي ټولني غړي هيواونه «د دغي ټولني د دفاع په برخه کي د ماموريتونو او عملياتو په ترسره کولو سره» د همکاريو لا ژور والي ته رابللي دي.
د اروپايي ټولني د غړيو هيوادونو مشرانو د غوندي په جريان کي د آلمان لومړۍ وزير مېرمن انګيلا ميرکل وويل: «په دغه برخه کي اروپا کولای سي ډېر نژدې يو له بل سره همکاري وکړي.» هغې زياته کړه: «موږ کولای سو خپل تسليحاتي فعاليتونو سره وتړو، خو پر ټولو سربيره بايد موږ په نړيواله کچه په ګډه يو همږغی سياست تعقيب کړو.»
د فرانسې جمهور رييس فرانسوا اولاند، په غونډه کي د بحث پرمهال وړانديز وکړ چي د اروپايي ټولني غړي هيوادونو کولای سي چي په پوځي برخه کي په ګډو پروژو کي د بېلګي په توګه د بې پيلوټه الوتکو د جوړولو په پروژه کي ګډه کار وکړي.
هغه دغه راز وويل چي هيوادونه کولای سي چي په پوځي عملياتو کي په ګډه برخه واخلي، لکه د ده هيواد چي همدا اوس د مرکزي افريقا په جمهوريت کي په ماموريت بوخت دی.
بانکي ستونزي
د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو تر غونډي يوازي څو ساعته دمخه د دغه ټولني د غړو هيوادونو مشرانو اعلان وکړ چي دوی د بانکونو د تنظيم په برخه کي د يوه سيستم پر جوړولو باندي سره سلا سوي دي. په دغه سيستم کي به له ناروغو بانکونو سره مبارزه ګړندۍ سي. د بانکونو د کنترول د دغه سيستم ملاتړ به په خپله د بانکونو له خوا وسي.
په داسي حال کي چي د دغه توافق په اړه يو شمېر کسانو خوښي څرګنده کړې، د اروپايي ټولني د پارلمان رييس مارتين شولڅ خبرداری ورکړی دی چي د اروپا پارلمان غړی بايد په روانه غونډه کي دغه طرحه تصويب نه کړي.
هغه وويل چي وړاندي سوې ترحه تر هغه څه «ډېر ليري» ده چي د اروپا پارلمان يې وړاند وينه کړې وه.