د پوسي ریوت په هکله وروستۍ پریکړه کیږي
۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبهاعلان
د پوسي ریوت په نامه د روسۍ ډلې د غړو پر وړاندې د محکمې د دایرلو په اړه نن وروستۍ پریکړه کیږي. ویل کیږي چې ښایې محکمه د دغو دریو ښځو په مقابل کې چې د ۲۲ او ۲۹ کلونو تر منځ عمر لري، خپل حکم صادر کړي.
د دې هیواد لویه څارنوالي غواړي چې هغوی دې په درو کلونو حبس باندې محکومي شي. دغو دریو ښځو د مسکو په یوې کلیسا کې د پوتین د دوباره انتخابیدو پر ضد شعارونه ورکړي ول.