1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو شمیر زیاتیدو اروپایي هیوادونه انديښمن کړي

۱۴۰۲ خرداد ۷, یکشنبه

افغان او سوریایي اتباعو په اروپایي هیوادونو کې تر ټولو ډیر د پناه ترلاسه کولو غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. له دری پر څلوریمې برخې ډیر غوښتنلیکونه المان، هسپانیې، فرانسې او ایټالیا هیوادونو ترلاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Rv08
Deutschland Asylverfahren
انځور: CHRISTOF STACHE/AFP

د روان کال په فیبرورۍ کې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی. دغه زیاتوالی د اروپايي اتحادیي د احصایې ادارې یورو شټاټ له خوا په خپاره شوي رپوټ کې لیدل کیږي.

د پناهندګۍ پریکړې دې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې ونیول شي

د رپوټ په حواله د روان کال په فیبرورۍ کې تر ۷۴۵۰۰ ډيرو کسانو د اروپايي اتحادیي په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. په دغو کسانو کې تر ټولو ډیر د افغانستان او سوریې هیوادونو مهاجر او تر دې وروسته بیا د کولمبیا او وینزیویلا هیوادونو اتباع دي.

د یورو شټاټ په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تر ټولو ډير غوښتنلیکونه په المان، هسپانیې، فرانسې او ایټالیې هیوادونو کې وړاندې شوي دي. همدارنګه په پناه غوښتونکو کې شاوخوا ۲۷۵۰ داسې نابالغه کسان دي چې د کورنۍ کوم غړی یا سرپرست له ځان سره نه لري.

د مهاجرت موضوع د نوملړ په سر کې ځای لري

په دې ورځو کې د قانوني او غیر قانوني مهاجرت موضوع د اروپايي هیوادونو په حکومتي غونډو کې د اجنډا په سر کې ځای لري. د اوکراین او سوریې په څیر د جګړه ځپلو هیوادونو سربیره، د سیاسي عواملو، زور زیاتي او اقلیمي بدلونونو ښکار شوي اکثره پناه غوښتونکي د اروپايي هیوادونو له پاره په یوې سترې ننګونې اوښتي دي.

اوکرایني پناه غوښتونکي

د یورو سټاټ له رپوټ څخه دا هم معلومه شوې ده چې د جګړه ځپلي هیواد اوکراین څخه د پناه په لټه کې افرادو د غوښتنلیکونو شمیر د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې له ۲۱۰۵ څخه د همدې کال په مارچ میاشت کې ۱۲۱۹۰ ته لوړ شوی و. خو د دا ډول اوکرایني اتباعو شمیر بیا په روان کال کې کم شوی او ۱۱۰۰۰ پورې پاتې شوی دی.

د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوونکو کسانو په فهرست کې روسي اتباع له ۲۳۰۰ غوښتنلیکونو سره په اتم مقام کې ځای نیولی دی.

اروپايي هیوادونو تیر کال ډير مهاجر اخراج ګړي دي

د سیاسي پناه د قانوني غوښتنلیکونو سربیره په روان کال کې اروپايي هیوادونه ته په غیر قانوني ډول په ډیر لوړ شمیر کې د پناه غوښتونکو د داخلیدو امکان موجود دی.

د می میاشتې په لومړیو کې د اروپا د باندنیو سرحدونو د حفاظت آژانس فرانټکس، له ۲۰۱۶م کال وروسته راهیسې په لومړي ځل اروپا ته په ډیر لوړ شمیر کې په غیر قانوني ډول د پناه غوښتونکو د داخلیدو اطلاع ورکړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا