«د پناه غوښتنې اکثر قاضيان کاري وړتيا نلري»
۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبهد يوې آلمانۍ رسنۍ د رپوټ له مخې، د آلمان د مهاجرت ادارې لويه برخه کارکونکي چې د مهاجرو د دوسيو کارونه پر مخ وړي، لازمې «کاري وړتياوې» نلري. اوس دغې اداره کې « د نورو کاري صلاحيتونو په اړه يو لړ تدابير ترلاس لاندې نيول شوي دي».
آلمانۍ ورځپاڼې «نورنبرګه نخريشتن» د شنبې ورځ (جون ۳ مه) په ګڼه کې د آلمان د مهاجرت ادارې د يوه داخلي رپوټ له قوله ليکلي دي چې د مهاجرو د دوسيو د څيړلو په برخه کې د پريکړه کونکو له ډلې څخه ۴۵۴ تنو يې په دې اړه هيڅ ډول لازمې روزنيزې زدکړې ندي کړي.
د آلمان د مهاجرت ادارې د يوه داخلي تحليل پر اساس، دغې ادارې د ۲۰۱۵ کال د اګست او د ۲۰۱۷ کال مارچ مياشتو په منځ کې د مهاجرو د دوسيو د څيړلو او په اړه يې د تصميم ګيرۍ په برخه کې ۳۰۳۳ تنه کارکونکي په دنده ګمارلي دي چې ۱۵ سلنه يې «کاري وړتيا» نلري.
د دغه رپوټ پر اساس، د مهاجرو د چارو د څيړنو په ادارو کې د کاري وړتيا له نظره د کارکونکو شمير په کراتو بد حالت کې قرار لري. د دغه دفتر له وظايفو څخه يو د مهاجرو د دوسيو څيړل دي، پناه غوښتونکي او د هغو هويت د امنيتي معيارونو بايومتریک (بيالوژيکي سنجش) پر اساس تر څيړلو لاندې نيول کيږي.
«زدکړې د کار پر وخت د کار په ځای کې»
په دې برخه کې د ۲۰۱۵ کال اګست او ۲۰۱۷ کال مارچ مياشتې تر منځ موده کې ۳۳۴۰ تنه کارکونکو تازه پر دندو پیل کړی دی. د رپوټ پر اساس، له دغه شمير کارکونکو څخه ۸۰ سلنې يې د کاري صلاحيتونو روزنيزې دورې ندي تيري کړي او په داسې ډول ګمارل شوي دي چې په اصطلاح « زدکړې د کار په جريان او د کار په ځای کې» ترلاسه کړي.
د آلمان د مهاجرت ادارې وياند « نورنبرګر نخريشتين» ورځپاڼې ته وویل چې په دې اداره کې يې د کاري وړتيا مسئله د کار له جريان سره «تطبيق» کړې ده.
هغه زیاته کړه سربيره پر دې، د فرانکو ای قضيه د نتیجه ګيرۍ پر اساس، په دغې اداره کې « د نورو کاري صلاحيتونو په اړه يو لړ تدابير ترلاس لاندې نيول شوي دي».
فرانکو ای هغه آلمانی سرتیری دی چې ځان یې د سوريايي مهاجر په نوم راجستر کړی وو، هغه باندې شک کيږي چې د تروريستي عملياتو موخه به يې لرله.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):