1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پلاستیک ککړتيا پر وړاندي د ملگرو ملتونو غونډه

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

د پلاستیک د ککړتیا د مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې په اوروګوای کې د ۲۰۰ هېوادونو استاذو په گډون پنځه ورځنۍ غونډه پیل شوه،چې تر ۲۰۲۴ م کال پوري د پلاستيکي کثافاتو پر وړاندي الزامي تړون پلي کړي.

https://p.dw.com/p/4KEIm
Plastikmüll im Meer
انځور: Luis Acosta/AFP/Getty Images

 

د پلاستیک د ککړتیا د مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې په اوروګوای کې پنځه ورځنۍ غونډه پیل شوه. د شاوخوا ۲۰۰ هیوادونو استازي د سویلي امریکا هیواد د پونټا ډیل ایست په ساحلي تفریحي ځای کې سره راټول شوي. هدف دا دی چې تر ۲۰۲۴م کاله پورې د پلاستيکي کثافاتو پروړاندې الزامي تړون پلي کړی. دا به د پلاستیک د ککړتیا د مخنیوي له پاره لومړی نړیوال تړون وي. د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتني پروگرام مشري انګر انډرسن وویل: »موږ پوهیږو چې نړۍ په پراخه کچه په پلاستیک پورې تړلې ده« د انډرسن په خبره د پلاستیک بحران هم د اقلیم بحران دی.