د پرتگال په ځنگله کې ویجاړونکی اور
د پرتگال کې په ځنگلونو کې د اور لگیدنې له کبله د قربانیانو شمیر هم لوړ شوی دی. ډیری کسان د اور ناڅاپي لمبو حیران او راگیر کړل. اروپایي اتحادیې هم په دې برخه کې مرسته کړې.
د شنبې په ورځ د سیمې په وخت د ماسپښین په ۲ بجو د پرتگال په کویمبرا ښار کې اور ولگید. دغه ځای ته څیرمه سیمه «پیدروگو گراندي» د طبیعت خوښوونکو له پاره ډیره په زړه پورې انگیرل کیږي. د اور لگیدنې علت احتمالا تندر او بریښنا ښوول کیږي.
د اور لگیدنې په ترڅ کې د ۶۲ کسانو د وژل کیدو او د یو شمیر نور د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. تر اوسه د تر لاسه شوو رپوټونو له مخې زیاتره موټر چلونکي د اور ناڅاپي لمبو په خپلو موټرو کې راگیر کړي دي.
د یکشنبې په ورځ یوه حکومتی چارواکي وویل چې لږ تر لږه ۱۸ جسدونه له موټرو راایستل شوي دي. زیاتره جسدونه په بشپړه توگه سوځیدلي وو.
تر ۴۰ سانتي گراد د تودوخې درجې تر لوړیدو وروسته پرتگالي چارواکو په ټول هیواد کې تر ۶۰ ځنگلونو کې د اور لگیدو پیښې ثبت کړې وې. د اور لگیدني اصلي علت تر اوسه روښانه نه دی. ښایي د تندر او بریښنا له کبله وچو بوټو اور اخیستی وي. د ټول هیواد په کچه د اور وژنې ۱۷۰۰ تنه پر دنده گمارل شوي وو.
د شنبې له ورځې راهیسې د اور وژنې عملې ۷۰۰ تنو، ۲۰۰ موټرو او دوو الوتکو هڅه کوله چې د اور لمبې خاموشه کړي. پرتگال د ملکي خلکو ساتنې د پروگرام په واسطه له اروپایي اتحادیې څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
فرانسې او هسپانیې اور وژونکي الوتکې پرتگال ته استولې وې. په پرتگال کې په دوبي کې چې کله بارانونه نه وي، په ځنگلونو کې د اور لگیدنې پیښې رامنځ ته کیږي. دغه انځور د ۲۰۱۶م کال دی.
د وروستي ځل له پاره د پرتگال په ځنگلونو کې د اور لگیدنې پیښه په ۲۰۰۳م کال کې رامنځ ته شوې وه چې څو اوونۍ یې دوام کړی وو. هغه مهال ۲۰ تنه وژل شوي وو او ۴۲۵ زره هکتاره ځنگلونه او ځمکه سوځیدلې وه. د ۲۰۱۶م کال د اور لگیدنې په ترڅ کې هم د مادیرا په ټاپو او نورو سیمو کې ۱۰۰ زره هکتاره ځمکه سوځیدلې وه. له څو لسیزو راهیسې په پرتگال کې داسی ویجاړونکی اور نه وو رامنځ ته شوی لکه د شنبې د ورځې اور.