1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«کرزي په اختریزو لیدنو کې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي»

مسعود جهش
۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

د افغان چارواکو اختریزو لیدنو د یو شمیر افغانانو غبرګونونه راپارولي دي چې وایي دا کار نور کسان هڅوي چې قرنطین مات او کرونا ویروس خپور کړي. خو د کرزي ویاند بیا وایي چې په لیدنو کې د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې نیولې شوي.

https://p.dw.com/p/3clsU
Screenshot Facebook Abdullah Abdullah
انځور: Facebook/Abdullah Abdullah

په داسې حال کې چې روغتیایي چارواکو پر افغانانو باندې غږ کړی دی چې د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره په خپلو کورونو کې پاتې شي، د پخواني او اوسني ولسمشرانو په ګډون یو شمیر لوړپوړي افغان چارواکي د اختر په مناسبت د یو بل کورونو ته تللي چې له کبله یې لږ تر لږه په ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو تر منځ غبرګونونه راپاریدلي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ورځ تر بلې د لا پراخیدو په حال کې دی. د آزموینو د شمیر د کمښت او همداراز په ویروس د اخته کسانو د اړیکو نه تعقیبیدل د دې لامل شوي دي چې ډیر کسان که څه هم په ویروس اخته دي، د علایمو د نه لرلو له کبله هغه نورو انسانانو ته لیږدوي.

د عامه روغتیا وزارت چارواکو په وار وار سره پر افغانانو باندې غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ترڅو خپل او د نورو ژوند وژغوري. خو پر دې سربیره هم پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، د اختر په دویمه ورځ د سولې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله، کور ته ورغی او په ټولنیزو رسنیو کې یې د خپل اختریزې ناستې انځورونه خپاره کړل.

کرزي همداراز له اوسني افغان ولسمشر اشرف غني، سره هم ولیدل. تر هغه وروسته د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله او بیا د هغه او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د اختریزو لیدنو انځورونه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

که څه هم په انځورونو کې ښول کیږي چې دغه سیاستوال د لیدنو پر مهال سره واټن لري، خو بیا هم د هغوی دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمیر کسانو سخت غبرګونونه راپارولي دي چې وایي یوازې اختریزې لیدنې عامو افغانانو ته ناسم پیغام استولی شي او کیدای شي هغوی هم دې کار ته وهڅوي چې له کبله یې په افغانستان کې د کرونا ویروس لا خپریدای شي.

د فیسبوک یوه کاروونکي عبدالقادر میرزاده، د عبدالله عبدالله او حامد کرزي تر اختریز انځور لاندې لیکلي دي: «ښايي د دغو مشرانو پام نه وي شوی چې د داسې انځورونو خپرول په قصدي یا غیر قصدي ډول د قرنطین د ماتولو له پاره تبلیغ دی.»

بل کاروونکي بیا لیکلي دي چې که پخپله مشران او سیاسي رهبران د روغتیایي چارواکو سپارښتنې مراعت نه کړي نو له عامو افغانانو څرنګه دغه تمه کیدای شي.

خو د پخواني افغان ولسمشر د رسنیو د دفتر مسئول محمد یوسف سها، بیا دویچه ویله ته وویل چې حامد کرزي د تیرو کلونو په څیر عمومي لیدنې نه لرلې او یوازې له مشرانو سره یې لیدلي دي. هغه زیاته کړه: «یوازې د هیواد مشرانو سره لیدلي دي. موږ د تیرو کلونو په څیر عمومي اختریزې برنامې نه لرلي او پخواني ولسمشر یوازې له مشرانو سره لیدلي دي.»

سها ټینګار وکړ چې په شویو لیدنو کې د روغتیایي چارواکو سپارښتنې په پام کې نیول شوې دي: «دغه لیدنې هم د هغو موضوعاتو په پام کې نیولو سره ترسره شوې دي چې د روغتیایي کارکوونکو له خوا یې سپارښتنه شوې ده. دا خبره په خپرو شویو انځورونو کې هم روښانه ده.»

پر نیوکو سربیره بیا یو شمیر نورو افغانانو د دې هرکلی کړی دی چې تر اوږدو سیاسي جنجالونو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، سره نزدې شوي دي. دغو دواړو په تیرو ټاکنو کې د بریا اعلان او د لوړې مراسم ترسره کړي ول. خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمیر سیاستوالو بیا د هغوی تر منځ د جوړجاړي له پاره هڅې وکړي چې په پایله کې یې داړو سره یو تړون لاسلیک کړ.