1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شوروي د ماتې ۳۲ کلیزه؛ حکمتیار د ارګ د محاصرې ګواښ وکړ

۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه

له افغانستانه د شوروي لښکرو د وتو ۳۲ کاله پوره شول او جهادي ګوندونو په دې اړوند لمانځغونډې جوړې کړې. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار حکومت ته ګواښ وکړ چې که له ګوند سره شوې هوکړې یې پلې نه شې ارګ به محاصره کړي.

https://p.dw.com/p/3pLS9
Afghanistan Wahlen
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ ۱۴مه) په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ۳۲ کلیزې په مناسبت لمانځغونډې ته وویل چې له حکومت سره په شوې هوکړه کې د حزب اسلامي د زندانیانو د خوشې کېدو ژمنه لاهم نه ده عملې شوې. ښاغلي حکمتیار وویل: «اوس هم په ګوانتانامو کې بندیان لرو، دغه راز د حکومت په زندانونو کې مو زندانیان له کړاونو ډکې شپې تېروي.»

د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لیک د تېر ۲۰۱۶ میلادي کال د سپټامبر په ۲۲مه نېته لاسلیک شوی، چې له مخې به یې ددغه ګوند ټول هغه زندانیان چې په جنايي جرمونو تورن نه وي له بنده خوشې کیږي. خو ښاغلي حکمتیار وویل، لاهم د حزب اسلامي سلهاوو زندانیان نه دي خوشې شوي. حکمتیار په خپلو څرګندونو کې حکومت ته خبرداری ورکړ چې که له دوی سره شوې هوکړه پلې نه شي، نو ارګ به محاصره کړي.

ښاغلي حکمتیار نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل: «له خپلو پلویانو به وغواړو چې په ارګ کې مفسدې کړۍ د پرچمیانو په څېر محاصره کړي.» حکمتیار په څو لنډو ورځو کې په کابل کې د پراخو لاریونونو ګواښ هم وکړ.

 د حکومت غبرګون

خو افغان حکومت د حکمتیار دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې هیڅوک نه شي کولای چې د افغانانو په اراده رامنځته شوی نظام وګواښي. د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند دوا خان مینه پال دویچه ویله ته وویل: «افغانانو له تېر ډېرې تجربې اخېستې، هیچاته به د دې حق ورنه کړي چې په زور پر ارګ حاکم شي او په زور ارګ ته ننوځي.» د مینه پال پر وینا د افغانانو د ملاتړ سربیره د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د دې نظام ساتنه کوي.

Former Afghan President Karzai, Afghan President Ghani, Afghan warlord Hekmatyar, former Jihadi leader Abdul Rabb Rasool Sayyaf and Afghanistan Chief Executive Abdullah walk to attend a ceremony in Kabul
انځور: Reuters/S.Marai

خو د چارو یوشمېر کتونکي بیا وايي چې د حکومت اوسني سیاستونه د دې لامل شوي چې له پوځي او سیاسي اړخه له بهر او په کور دننه تر سختو فشارونو لاندې راشي.

سیاسي شنونکي عزیز ستانکزي دویچه ویله ته وویل چې همدا اوس حکومت د ډيری نامسؤله وسله والو ډلو قوماندانانو ته امتیاز ورکړی، خو له حزب اسلامي سره شوې او منل شوې هوکړه نه عملي کوي. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: «زه فکر کوم چې د علیپور جنایت به د حکمتیار د قوماندانانو له جنایتونو کم نه وي، دا د حکومت او مخالفینو ترمنځ رسمي امضا شوې توافق نامه ده چې باید تطبیق شي.»

ستانکزي د طالبانو پنځه زره خوشې شویو زندانیانو ته په اشارې سره زیاته کړه چې حکومت باید د سولې په څیر موضوعاتو کې دغسې دوه ګونی چلند ونه کړي.

د پخواني شوروي اتحاد ماتېدل

له نن څخه پوره ۳۲ کاله وړاندې د وخت ترټولو ځواکمن د شوروي پوځ په افغانستان کې ماتې وخوړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه پيغام کې سره له دې چې دا د ویاړ ورځ بولي خو زیاتوي چې شوروي پوځ په غیرمسؤلانه ډول له افغانستانه ووت چې په پایله کې افغانستان له ناخوالو سره لاس او ګریوان شو. ولسمشر غني په خپل پیغام کې وویل: »له دې امله چې د شوروي ځواکونو خروج مسؤلانه نه ؤ او د هېواد راتلونکې لپاره هیڅ ډول تدبیر په پام کې نه و نېول شوی افغانستان په څو اړخیزو کورنیو جګړو کې ښکېل شو.» ولسمشر غني زیاتوي چې افغان ولس باید له دې تجربې زده کړه وکړي.

Afghanistan - Krieg mit der USSR
انځور: Getty Images

هاخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا د امریکا په ولسمشر جوبایډن غږ وکړ چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو پرېښودو برخه کې دې د پخواني ولسمشر اوباما تېروتنه نه تکراروي.

حکمتیار دا هم وویل، چې د افغانستان له بیلابیلو بندرونو د غنمو او نورو توکو په کانتینرونو کې وسلې راوړل کیږي چې دلته د طالبانو پر پخوانیو مخالفو ډلو ووېشل شي.

ده په دې برخه کې د یوې نوې جګړې د پيل اندېښنه څرګنده کړه.

بل لوري ته جمعیت اسلامي ګوند بیا د پخواني شوروي ځواکونو د وتو په اړه جلا لمانځونډه رابللې وه چې پکې د افغانستان د راتلونکي نظام په څرنګوالي ویناوې وشوې.

له دې ډلې د ولسي جرګې پخواني مشر یونس قانوني وویل چې طالبان غواړي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له پوځې لارې یوځل بیا واک ته ورسیږي.

اسماعیل شاکر – کابل