1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: ۴۶ افغان سرتيرو پاکستان ته پناه راوړې

۱۴۰۰ مرداد ۴, دوشنبه

د پاکستان پوځ وايي چې ۴۶ افغان سرتیرو وروسته له هغې چې خپل پوځي موقعیت يې له لاسه ورکړ د دوی خاورې ته وراوښتي دي. دغه پېښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د چترال په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3y4Dj
Grenze Pakistan - Afghanistan
انځور: Ullah Khan/DW

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د افغان ځواکونو قوماندان د پاکستان په شمال کې د چترال په سرحدي سيمه کې له پاکستان څخه د پناه غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه سرتيري د دوشنبې په شپه له افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته په خوندي توګه پاکستان ته داخل کړل شول.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ويل شوي: «افغان سرتيرو ته د پوځي منل شوو نورمونو پر اساس، خواړه، سرپناه او ضروري درمل ورکړل شوي دي.»

رويټرز وايي چې افغان چارواکو په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

په وروستیو اونیو کې چې طالبانو د افغانستان ګاونډیو هیوادونو سره په سرحدي سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړی، په سلونو افغان سرتیري، ګاونډيو هیوادونو تاجيکستان، ایران او پاکستان ته اوښتي دي.

پاکستان ته د دغو ۴۶ تنو افغان سرتيرو د اوښتو خبره په داسې وخت کې کیږي چې اوسمهال د افغانستان او پاکستان تر منځ مناسبات ښه نه دي. افغان حکومت څو ورځې مخکې په اسلام آباد کې خپل سفیر او ديپلوماتان کابل ته وروغوښتل. کابل دغه اقدام وروسته له هغې وکړ چې، په اسلام کې د افغان سفير لور د ناپيژاندو کسانو له خوا اختطاف او تر شکنجې وروسته بیرته خوشې کړل شوه.