1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ په ميرعلي کې د شپږو وسلوالو د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ وويل چې د شمالي وزيرستان په میرعلي سیمه کې ېې د شپني عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسلوال ياغیان وژلي او ۸ نور ېې ټپيان کړي دي. پوځ وايي چې دوی ته هم ځاني زیان اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/4XYJ1
د آرشیف انځور - د پاکستان په پېښور کې د دغه هېواد پوځيان
د آرشیف انځور - د پاکستان په پېښور کې د دغه هېواد پوځيانانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د پاکستان پوځ ويلي دي چې دغه عمليات ېې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په لاره اچولي چې په جریان کې ېې د پوځ ځواکونو او وسلوالو پر يو بل ډزې کړي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې د ډزو په جریان کې د پوځ یو سرتېری هم وژل شوی او د اورپکو له پټنځایونو څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړل شوي دي.

شمالي وزیرستان تر ۲۰۱۴م کال پورې کله چې په پېښور کې پر یو پوځي ښوونځي مرګونې حمله وشوه، لسیزې د اورپکو له پاره یو امن ځای وو. په یاده حمله کې ۱۵۰ تنه چې اکثریت ېې د ښوونځي زده کونکي ول، ووژل شول.

پوځ د کلونو چاڼيزو عملیاتو وروسته د شمالي وزیرستان سیمه د داخلي او خارجي اورپکو له شتونه پاکه اعلان کړه. اما لا هم وخت ناوخت په دغه سیمه کې وسلوال بریدونه ترسره کيږي. داسې اندېښنې هم مخ پر ډېرېدو دي چې تحریک طالبان پاکستان ډله چې پر پاکستاني طالبانو هم یادیږي او د پاکستان حکومت پر ضد جګړه کوي، بېرته منسجمه شي.

 (AP)mks/mns