1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په سيلابونو کې د مړو شمیر له ۳۰۰ واوښت

۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه

په پاکستان کې د پنځو اوونيو موسمي اورښتونو او سيلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمیر ۳۰۴ تنو ته ورسید. چارواکي وايي چې په دغو طبیعي پيښو کې نژدې ۹۰۰۰ کورنه په بشپړه توګه او یا هم قسماً تخریب شوي دي.

https://p.dw.com/p/4EZ15
Pakistan- Brücke durch Fluß teilweise beschädigt
انځور: AFP

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، په پاکستان کې د جون میاشتې له نیمايي راهیسې ورښتونه او سيلابونه پيل شوي چې له کبله ېې په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه شوې او لوېې لارې او پلونه تخریب شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره په دغو طبیعي پيښو کې نژدې ۹۰۰۰ کورنه هم په بشپړه او يا هم په قسمي توګه تخریب شوي دي.

سيلابونو په ځانګړې توګه د پاکستان ناامنه ايالت بلوچستان سخت ځپلی دی. په دغه ایالت کې د پر له پسې ورښتونو او سیلابونو سره په تړاو لرونکو پيښو کې ۹۹ کسان مړه شوي دي. په سويلي ایالت سیند کې بیا ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Pakistan Monsunregen in Karachi
انځور: IMAGO/Xinhua

په رپوټ کې زیاته شوې چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې افغانستان سره ګډه پوله لري، ۶۱ کسان او په پنجاب ایالت کې ۶۰ کسان مړه شوي دي. د مړه شوو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پنځو اوونيو ورښتونو په پيښو کې لږ تر لږه ۲۸۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

هر کال د پاکستان ډیره برخه له موسمي ورښتونو او له کبله یې د سیلابونو د رواتلو له ستونزې سره مخامخ کیږي. د وروښتونو او سيلابونو له امله ناوړه پيښې سبب کيږی چې د پاکستان حکومت د خپلو ضعیفو پلانونو په خاطر تر نیوکو لاندې راشي. په پاکستان کې د ورښتونو موسم له جولای څخه تر سپتمبر مياشتې پورې دی. له بل لوري وروښتونه په پاکستان کې د کښتونو د خړوبولو، د بريښنا بندونو د ډکولو او په نورو برخو کې د اوبو ذخیره کولو له پاره مهم هم دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.