1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پاکستان په زندانونو کې د کرونا مثبتې پيښې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د پاکستان په بیلا بیلو زندانونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو رپوټونه ورکول کیږي. د بشري حقونو ادارې بندیانو ته د اساسي قانون له مخې د درملنې د حق ورکولو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3cONS
Pakistan Polizist steht Wache vor Zentralgefängnis
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/Ss Mirza

په پاکستان کې د بندیانو د حقوقو له پاره فعالیت کوونکې ادارې جسټس پروجېکټ پاکستان، له خوا راټول شوي ارقام ښيې چې د دغه هیواد په مختلفو زندانونو کې ۱۴۱ بندیان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د پنجاب ایالت په زندانونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر تر ټولو ډیر دی چې شا او خوا ۱۰۰ کسان کیږي. پر دې سربیره ۴۰ پيښې د سند ایالت او یوه پېښه د بلوچستان ایالت له کویټې زندان څخه رپوټ شوې ده.

د دغه ادارې د ویاند په وینا تر ټولو انديښمنونکي خبره دا ده چې په زندانونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښې پر زیاتیدو سربیره هم په وخت او مطلوب شمیر کې تشخصیونکي ټېسټونه نه کیږي: «تر اوسه د حکومت له لوري په زندانونو کې د شا او خوا ۲۰۰۰ تیستونو د ترسره کیدو اطلاعات دي، چې د ټولو بندیانو درې سلنه هم نه کيږي.

د پاکستان په زندانانو کې څومره بندیان دي؟

د پاکستان په محبسونو کې تر خپل ظرفیت زیات بندیان ورځې شپې سبا کوي. د فدرالي محتسب، له لوري په ستره محکمه کې د وړاندې کړی شوو ارقامو له مخې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې د ۶۳۱۴۷ بندیانو د ځایدو ظرفیت شته، په داسې حال کې چې د بندیانو شمیر بیا ۷۳۲۴۲ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په وروستیو کې له پاکستانه غوښتي دي چې په زندانونو کې د بندیانو د درملنې او د ویروس د تشخیص چارې شفافیت یقیني کړي. په پاکستان کې دا انګیرنه عامه ده چې په زندانونو کې یا د ټیسټونو بهیر دریدلی او یا هم په مطلوب شمیر کې بندیان نه معاینه کږي. د پاکستان حکومت په دې برخه کې معلومات نه وړاندې کوي. په پاکستان کې د مدني ټولنې د شبکې مشر عبدالله ملک، دویچه ویله ته وویل چې په دې خبره پوهیدل په کار دې چې بندیان هم انسانان دي او پر سزا د محکومیدو سربیره هم له هغوی څخه د درملنې حق نه شي اخیستل کیدی.

د جسټس پروجېکټ پاکستان، اجرائیوې مشرې سارا سازمان له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان په زندانونو کې تر خپل حد زیات بندیان د خپل کمزوري مدافعتي سیستم کې له کبله د کرونا ویروس آسانه ښکار ګرځیدی شي. د هغې په خبره له خپل حده د ډیر شمیر بندیان، د روغتیا او پاکوالي نیمګړتیاوو، د پوره آسانتیاوو نشتوالی او په ډیر شمیر کې د بندیان تګ راتګ له کبله د کرونا ویروس د عام نفوس په پرتله زیات دی. سارا زمان وایي که څه هم حکومت ځیني ګامونه اخیستي دي خو د کافي ټیسټونو یا تر خپل حد زیاتو بندیانو د کمیدو له پاره یې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وایي چې له محبسونو دې داسې بندیان آزاد کړل شي چې عمرونه یې له ۵۵ کلنۍ څخه زیات دي او د داسې عادي قضیو له کبله بندیان دي چې لا تر اوسه یې بهیر روان دی. همداشان د هغو کسانو د آزادیدو غوښتنه هم شوې چې د سزا موده یې پوره شوې ده خو د جریمې د پيسو د نشتوالي له کبله بند تیروي.

همداشان د هغو کسانو د قانوني آزادیدو غوښتنه هم شوې چې د بیان د آزادۍ او د غونډو د حق د استعمالولو له کبله بندیان دي. پر دې سربیره په زندان کې د ناروغو میرمنو او یا کم سنه ماشومانو چې د خپلې سزا درې پر څلورمه برخه یې پوره کړي وي، پر قضیو باندې د غور کولو غوښتنه شوې ده.

د پنجاب ایالت د محبسونو اړوندو چارو وزیر او همداشان د پولیسو په لیکو کې د زندانونو عمومي مفتش سره د پر له پسې هڅو سربیره هم ځایي خبریال په اړیکه نیولو نه دی توانیدلی. خو د نوم د نه ښوولو په شرط د پنجاب حکومت یوه چارواکي دویچه ویله ته وویل چې حکومت په زندانونو کې د اصلاحاتو له پاره یو قانون جوړوي چې د زندانونو د وضعیت په ښه والي راوستلو کې به پوره  مرسته وکړي.

تنویر شهزاد، لاهور