د پاکستان پنځمه برخه سيلاب ځپلې ده
۱۳۸۹ مرداد ۳۰, شنبهد پاکستان څلور سره ايالتونو د سيلاب څخه اغېزمن سوي دي. په لکونو انسانان چي د خپلو خپلوانو تر څنگ يې خپل کور او د خپل روزگار منابع په سيلاب کي بايللي دي اوس د سرپټي پاکو اوبو او د خواړو د نشته والي د ستونزو سره مخامخ دي. يوازي د پاکستان په کراچي ښار کي د ژغورل سوؤ څلور کيمپونه جوړ کړل سوي دي چي پکښي د گلشن مايمار کېمپ هم شامله دی. دغه کېمپ چي د نورو کيمپونو ښکارندوی دی پکښي 2 زرو انسانانو ته لومړۍ طبي مرسته ورکول سوېده. خو پدغه کېمپ کي صرف څلور ډاکټران په کار بوخت دي. د اړينې طبي درملنې د نشته والي له وجي تر مخه لا پدغه کيمپ کي پنځه ماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. بچال ظالم د سند ايالت د يوه کلي سره تړاو لري او وايي:
«زما يو ماشوم مړ سو او د کورنۍ څلور غړي مي سخت ناروغه دي. د هغوی خوا گرځي او نس ناسته لري. ما هر څه بايلولي دي. حکومت هيڅ نه کوي. طبي عمله صرف ميعادي مرسته کوي. دوی د مريض سمه درملنه نه کوي.»
يوه بله ښځه خپلې ستونزې داسي بيانوي:
« هر څه مو بايلول. موږ هيڅ شی نه لرو. د ځان پټولو لپاره يوه ټوټه ټوکر لا ندی راپاته. نه خواړه لرو او نه بل شی.»
يو شمېر سيلابځپلي کسان د مرستو د وېش په طريقه ندي خوښ او دغه د سپکاوي په ډول احساسوي:
« کله چي غذا راورسيږي نو دوی يې موږ ته داسي راغورځوي لکه څوک چي سپيانو ته ډوډۍ اچوي. موږ په ډوډۍ پسي ځغلو خو دوی مو بيا ووهي. د ټولو لپاره غذا کافي نه وي او بعضي خالي لاس پاته سي.»
کارپوهان اټکل کوي چي د سيلاب اصلي منفي پايلي به هغه وخت احساس سي کله چي د اوبو سطحه کښته سي او څرگنده سي چي د سړکونو او پلونو تر څنگ ټوله فصلونه اوبو وړي دي. ښايي د بنسټيزو جوړښتونو بيا رغونه په کلونو کلونو وخت په بر کي ونيسي.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی / کشور مصطفی
کتونکی: محمد قاسم نوري