1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پر وړاندې د دریو ورځنیو سیالیو نوملړ اعلان شو

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶ کسیز نوملړ اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/4UpWV
ذ افغانستان د کریکټ ملي لوبډله
ذ افغانستان د کریکټ ملي لوبډله انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶ کسیز نوملړ اعلان کړ چې پکښې دوه احتیاطي لوبغاړي هم ځای لري.

کرېکټ: پاکستان به په هند کې د نړېوال جام سيالیو کې ولوبيږي

یاده سیالي به د افغانستان په کوربه توب د روانې اګست میاشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶مو نېټو د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو او دغه راز په همبانتوتا کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري په اعلان شوي ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي.

کرېکټ؛ آسترالیا له افغانستان سره د لوبو سیریز لغوه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسئول ښاغلي اسدالله خان په یوه خبري غونډه کې ویلي: «زموږ ټول تمرکز د ۲۰۲۳ کال اسیا جام او نړیوالو جامونو ته د لوبډلې پر بشپړ چمتوو کولو دی نو د پاکستان پر وړاندې یادې سیالۍ به دغو جامونو ته د بشپړ چمتووالي په برخه کې ډېر غوره رول ولوبوي.»

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د روان کال په مارچ میاشت کې د شل اوریزو سیالیو د درې لوبو په لوبلړۍ کې د پاکستان لوبډلې کوربه توب کړی و چې افغانستان د ۲-۱ په توپیر سره ګټلې وه.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai