د پاکستان د پوځ مشر د اوږدو خبرو لپاره امريکا ته سفر کړی
۱۳۸۹ فروردین ۳, سهشنبهد جمهور ريس بارک اوباما اداره په پاکستان کي د وسلوالوطالبانو پر ضد په حملو کي کياني د هغه هيواد د پوځ يو مهم شخصيت ګني. د اونۍ له پيل څخه را په دي خوا هغه د امريکا د متحده ايالاتو له لوړ پوړو دفاعي مشرانو، لکه د دفاع وزير رابرت ګېټس، د امرکيا متحده ايالاتو او د ټولو ځواکونو لوي درستير، مايک مولن سره په فلوريدا کي د متحده ايالاتو په مرکزي قومانداني کي وليدل.
د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ په يوه خبر پاڼه کي راغلي دي،چي د هغي قوماندانۍ مشر، جنرال داويد پيتر ياس او د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفق کياني د دواړو هيوادونو د پوځي همکاريو او دا چي څرنکه په پاکستان او افغانستان کي له زور پالونکو افراطينو سره مقابله وسي، پر لارو چارو باندي خبري وکړي.
په خبر پاڼه کي زياته سوې ده، چي جنرال پيترايس،چي په افغانستان او منځنۍ آسيا کي د امرکيايي ځواکونو قومانده او څارنه په غاړه لري، د کياني له هغو برياليتوبونو څخه يې هر کلي وکړ، چي په دي وروستيو وختو کي په سوات او نورو قبايلي سيمو کي د طالب اورپکو او نورو زور پالو پر ضد لاس ته راوړي دي.
د نړيوال تروريزم سره د امريکا متحده ايالاتو په اعلان سوې جګړه کي پاکستان مهم نقش لري،اسلام اباد ته په خپل يو ورستي سفر کي ګېټس وويل، چي د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د همکارۍ ساحه پراخه سوې او دواړه هيوادونه يو له بل سره په پوځي ساحه کي په ګډه کار کوي.
متحده ايالاتو ته د کياني سفر وروسته له هغه کيږي، چي پاکستان د افغان طالبانو يو مشهور قوماندان ملا عبدالغني برادر ونيو، د هغه له نيولو څخه امرکيايي پوځي چارواکو هرکلي کړي او هغه يې د ترهکرۍ ضد جګړه کي يو لوی برياليتوب ګنلی دی.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو يو پخواني لوړ پوړي استازي د ملا عبدالغني برادر نيول له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو لپاره يو تاوان ګنلی.
AFPE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل