د پاکستان د نفتو پخوانی وزیر، نوي لومړي وزیر وټاکل شو
۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سهشنبهد نوازشریف حاکم ګوند یا د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د دې هیواد په پارلمان کې له خپل اکثریت څخه په ګټه اخیستو سره په دې وتوانید چې د خپل ګوند په استازیتوب شاهد خاقان عباسي د نوي لنډ مهاله لومړي وزیر په توګه وټاکي.
تر دې مخکې په پاکستان کې یوې محکمې د دې هیواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف، د فساد د تورنو او د خپلو عوایدو د سرچینو په اړه د ناسمو معلوماتو پر سر د جنجالونو له امله بې صلاحیته کړ.
داسې اټکل کیږي چې د عباسي کاري دوره به لنډمهاله وي او تر یوې مودې وروسته به د نوازشریف ورو شهباز شریف، د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شي. شهباز شریف اوس د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په توګه دنده ترسره کوي او د دې له پاره چې د لومړي وزیر په توکه د ټاکل کیدو شرایط پوره کړې، وخت ته اړتیا ده.
شهباز شریف باید د پارلمان د وکیلانو له خوا د پاکستان د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو مخکې ټاکل شوي شرایط پوره کړي چې په کې د پارلماني ټاکنو ګټل هم شامل دي.