د پاکستان د سوداګری وزارت پلاوی کابل ته تللی
۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبهد طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په مشرتوب به یو جګپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي. د دغه وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد دویچه ویله ته وویل: «د پلاوي راتګ یقیني دی او پر سوداګریزو چارو به خبرې وکړي.»
دغه طالب ویاند د دغه سفر د اجنډا په اړه نور مالومات ورنه کړل، خو نن سهار پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې پاکستانی پلاوی به له طالب چارواکو سره د ټرانزیټي او سوداګرۍ مسایلو ترڅنګ د ډبرو سکرو پر سوداګرۍ او بندري خدمتونو خبرې وکړي.
دا سفر وروسته له هغې کیږي چې رپوټونه وايي طالبانو د ډبرو سکرو د یو ټن بیه ۲۸۰ ډالرو ته لوړه کړې.
د طالبانو د سوداګری وزیر رسنیو ته ویلي دي چې پاکستانی پلاوی به له هغوی سره د ډبرو سکرو پر صادراتو خبرې وکړي.
د ډبرو سکرو په صادراتو کې بله د بحث وړ موضوع دا هم ده چې ویل کیږي پاکستانی لوری ټینګار کوي چې راکړه ورکړه باید په کلدارو وي.
په رپوټونو کې راغلي چې پاکستاني پلاوي سره به د سوداګری سربیره پوځي او استخباراتي چارواکي هم ملتیا وکړي.