1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ديني عالمانو له افغان طالبانو سره څه پریکړه کړي؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ او د پاکستان د چمن ښارګوټي ترمنځ سيمه کي تر پرله پسې نښتو وروسته د پاکستان د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی د خبرو اترو له پاره کندهار ته تللي.

https://p.dw.com/p/4LF0K
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Chaman
انځور: DW

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید دویچه ویله ته وویل چې د پاکستاني پلاوې یوه ډله چې مشري یې قاري اسلام  کوله د  کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته ورغلې، څو د وروستيو وسله والو نښتو په اړه له طالبانو سره خبري وکړي.

هغه وويل: «له پاکستان څخه راغلو قومې مشرانو او سوداګرو خبري کړي او دوی پر هر اړخیزو همکاریو او مشکلاتو د حل په موخه ټینګار کړی دی، د افغانستان اسلامې امارت له لوری ورغلې پلاوي ټینګار کړی دی چې دوی باید داسي ژوند وکړي لکه وروڼه او موږ به تل خپلې همکاري وه نه سپموو.»

تیره اونۍ داسې ویل کیدل چې د طالبانو له لوري د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په شیرو اوبو سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې او خپل ځواکونه یې ځای پرځای کول چې پاکستاني سرتېرو پري ډزی کړي او له هغه وروسته جګړه رامنځ ته سوه .

پاکستان افغانستان سره د چمن دروازه بېرته پرانيستله

د پاکستان له لوری رالیږل سوي پلاوي چې مشری یې دینې عالم قاري اسلام کوله دویچه ویله سره د خبرو پرمهال وویل چي دوی له طالبانو سره د سپین بولدک او چمن دروازې دواړو اړخونو کې د ستونزو حل کیدو په اړه خبري اتري کړي دي: «د نن په غونډه کې د پرېکړو اصل داوو چې ولې د دواړو هیوادونو د سرتیرو له لوري هغه عامل چې جګړه رامنځ ته کیږي، نو کله چې نن فیصله وسوه او کوم قدمونه واخیستل سول نو بیا به په دې سیمه او علاقه کې جګړه رامنځ ته نه سې.»

دافغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن سرحدي پوله
دافغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن سرحدي پوله انځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

دغه پاکستانې پلاوي د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د پولې پرسر د خاردار تار لګیدو له امله کله ناکله ستونزي رامنځ ته کیږي.

ده زیاته کړه :« د دفاع وزارت مرستیال، د کندهار ولایت مرستیال د سپین بولدک ولسوال او کمیسار او بهرنیو چارو وزارت د مسولو چارواکو او پاکستانې جنرالانو سره خبري کړي او ستونزي مو هم حل کړي دې. »

د پاکستان په چمن ښارګوټي کې د لیزام په نوم یوه کمیته جوړه سوي چې پکې سوداګر، دینې عالمان او قومې مخور شته چې په سرحدي سیمو کې رامنځ ته کیدونکې ستونزي حل او فصل کوي.

په پاکستان کې میشت ازاد خبریال حشمت وجدانی دویچه ویله ته وویل: «د پاکستان هيئت بیرته راستون سوی او دوی پر یوه جرګې باندي پریکړه کړي چې دا به د دواړو هیوادونو له لوري جوړېږي او وروسته به دواړي خواوي پرې توافق وکړي او په سرحدي سیمو کې به ستونزي حل سې.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سرحدي دروازه
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سرحدي دروازه انځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

حشمت ازاد د خپلو خبرو پرمهال وویل چې طالبانو او د پاکستان پلاوي د خپلو لیدنو وروسته پردې توافق کړي چې دواړه هیوادونه به یوبل سره ستونزي نه جوړوي او شته ستونزو ته به حل لاره لټوي.

«په سپين بولدک کې د پاکستاني پوليسو چلن غير انساني دی»

په نومبر میاشت کې هم د کندهار د سپين بولدک او چمن ښارګوټي ترمنځ سيمه کي یو خونړی برید وسو چې په نتيجه کې ېې سرحدي دروازه د ۷ ورځو له پاره وتړل سوه او د پولې دواړو خواوو ته په زرونو خلک بند پاتي ول او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

چمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ مالونو د ليږد رالیږد یو مهم ښارګوټی دی. چارواکو ويلي دي چې دغه لاره د دوشنبې په ورځ سهار وختي بېرته خلاصه سوې ده.