د پاکستان دفاع وزیر ته د بهرنیو چارو مسوولیت هم ورکړل شو
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبهټاکل شوې چې د پاکستان اوسنی د دفاع وزیر خرم دستګیر خان به د دې هیواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر خواجه محمد آصف دنده هم پرمخ یوسي. تر دې وړاندې آصف د پارلمان له لوري له دندې لیرې کړل شوی او په حکومت کې پر کار کولو پرې بندیز وضع شوی. پر آصف باندې د پاکستان د محکمې له خوا کاري بندیز وروسته له هغې وضع شو چې، له بهر څخه نوموړي ته د راغلو پیسو د سرچینې په هکله د معلوماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغی.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې هکله ویلي: «لومړی وزیر خوښ دی چې سر له نن نه دفاع وزیر انجنیر خرم دستګیر خان ته د بهرنیو چارو د وزارت اضافه مسوولیتونه هم سپارل کیږي.»
خرم دستګیر خان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مسوولیت په داسې یو وخت کې سپارل کیږي چې د دې هیواد لیرې کړل شوي د لومړي وزیر نواز شریف حاکم ګوند د جولای میاشتې په وروستیو کې نویو انتخاباتو ته چمتووالی نیسي.
د پاکستان د حاکم ګوند ځوان د دفاع وزیر د دې هیواد د پخواني لیرې کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف یو تر نږدې کسانو څخه شمیرل کیږي.
زموږ له آرشیف څخه: