پاکستاني لمونځ کوونکو له پولیسو سره ولې جګړه کړې؟
۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبهد پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ کې یو شمیر لمونځو کوونکو وروسته له هغې له پولیسو سره په اخ او ډب پیل وکړ، کله چې پولیسو غوښتل د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د جمعې د لمانځه مخه ونیسي. د پاکستان د محلي تلویزیونو په انځورونو کې لیدل کیږي چې لسګونه کسان د پولیسو پر دوو موټرو پسې منډې وهي او پر هغوی باندې د تیږو ګوزارونه کوي.
په دغو انځورونو کې همدا راز لیدل کیږي چې د پولیسو یو افسر د خلکو د تیتولو له پاره هوايي ډزې کوي.
پاکستان چې په ټوله نړۍ کې د ډیر نفوس له کبله پنځم ستر هیواد دی، د کرونا وبا د خپریدو له کبله یې خبرداری ورکړی. تیره اونۍ وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت په دې ونه توانید چې خلک په کورونو کې لمونځ کولو ته اړ کړي، د دې هیواد حکومت په جنوبي سند ایالت کې چې د کراچۍ بندري ښار یې هم برخه ده، د جمعې د ماسپښین پرمهال یوازې د دریو ساعتونو له پاره د ښار د تړلو پریکړه وکړه.
د سند ایالات د معلوماتو وزیر سید ناصر حسین شاه، په دې هکله وویل: «د خلکو د ژوند د ژغورلو له پاره، په جوماتونو کې د لمونځ کولو د منع کولو پریکړه شوې ده.» په پاکستان کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۲۴۵۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د دغو پیښو زیاتره برخه د تبلیغیانو د یوې غونډې اړوند دي چې پکې له ټول پاکستان څخه زرګونه کسان راټول شوي وو.
یو تعداد نورو شیعه زیارت کونکو بیا په ایران کي د زیارتونو پر وخت پاکستان ته د کرونا مرض له ځانونو سره وړی دی.
په ورته وخت کې په بنګله دیش کې هم حکومت له خلکو غوښتنه کړې وه چې د جمعې لمونځ په کورونو کې ادأ کړي، خو بیا هم یو شمیر بنګالیانو د حکومت دغه غوښتنه له پامه غورځلې وه او په جوماتونو کې د لمانځه له پاره راټول شوي وو.
بنګله دیش چې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه نفوس لري او د ځمکې د مساحت له کبله د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې ډیره ګڼه ګوڼه لري، تراوسه پورې پکې د کرونا ویروس ۶۱ مثبتې پیشې ثبت شوي دي. د بنګله دیشي چارواکو په خبره په دې هیواد کې کرونا و یروس تر اوسه پورې ۶ تنه قربانیان اخیستي دي.