د پارلماني کړکيچ لمن نورهم پراخه شوه
۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سهشنبهدغی نوی ډلې له «قانون څخه د ملاتړ په نوم ډلې» په مقابل کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له اعتصاب سره د خپل مخالفت اعلان وکړ . دغی ډلی د ټاکنېز کړکیچ په اړه سخت دریځ نیول د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف کړنه وبلله .
د «اصلاح غوښتونکو» دا ډله د ولسي جرګې د غړي عالمي بلخي په مشرۍ جوړه شوه او نن یې د ېوې اعلامیې په خپرولو د اعتصاب له دوام سره خپل کلک مخالفت څرګند کړ.
د اعلامیې پر وینا چې په دې ډله کې د ولسي جرګې ۵۰ سلنه غړي شامل دي نومونه به ډیر ژراعلان شي . ښاغلي بلخي له اعتصاب سره د خپل مخالفت دلیل د هېواد حقیقي او حقوقي اشخاصو ته سپکاوی وباله .
تېره ورځ د ولسي جرګې دوهم نایب احمد بهزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي ؤ چې د اساسي قانون د ۶۱ مادې پر بنسټ حامد کرزی «ناقانونه» ولسمشر دی . په ولسي جرګې کې د «اصلاح غوښتونکو» په نوم نوې ډله د ښاغلي بهزاد دا څرګندونې د ده شخصي نظر ګڼی .
دا ډله وايي چې د هېواد د ولسمشر مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستل د هېواد له نافذه قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده . دوه ورځې وړاندې مشرانو جرګې هم د ولسي جرګې د ځينو غړو د اعتصاب له دوام سره مخالفت ښودلی ؤ او هغه یې د نظام پر ضد توطیه بللې وه .
مشرانو جرګې د ولسمشر پر وړاندې سختې څرګندونې د ده سپکاوی ګڼلی ؤ ، خو په ولسي جرګې کې له قانون څخه د ملاتړ په نوم ډله وايي چې مبارزه یې قانوني او موخه یې د ولسمشر سپکاوی نه دی .
په همدې حال کې د ولسي جرګې د ځینو غړو اعتصاب نن ( سه شنبه) هم دوام درلود او خبرداری یې ورکاوه چې که حکومت یې غږ وانه وري نو دوی به د ارګ په څلورو دروازو کې سترې غونډې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د علماوو سرتاسرې شورا هم د ولسمشر له فرمان او د ځانګړې محکمې له پریکړې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ .
ولسمشر کرزي تیره اونۍ د یوه حکم په صادرولو سره د ټاکنو پایلو په اړه وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلې او ددغه کمېسیون چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې د ټاکنو پایلې به هرو مرو یو څه بدلون ومومي .
خودا لا نه ده څرګنده چې د ټاکنو کمېسیون پریکړه به وکیلان څه ډول ومني او معترض نوماندان به تر کومه بریده قانع کړای شي .
کابل/ محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: عبدالباري حکيم