1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ټرامپ د فیسبوک او اینستاګرام اکونټونه بېرته فعالېږي

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ټرامپ د ټولنیزو رسنیو اکونټونه له هغه وروسته وتړل شول چې پلویانو يې د امرېکا پر کانګرس ودانۍ باندې برید وکړ. د ټرامپ د ټویټر اکونټ مخکې خلاص شوی دی.

https://p.dw.com/p/4MkMh
Weltspiegel | USA Donald Trump startet eigene Plattform
انځور: Mandel Ngan/AFP

د میټا په پلیټ فارمونو کې د ټرمپ اکونټونه شاوخوا دوه کاله مخکې تړل شوي دي. شرکت وویل چې داسې "محافظتي موازین" اضافه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې "سابقه لرونکي مجرمان" په دې برخه کې بیا مقررات مات نه کړي.

د میټا د نړیوالو چارو رئیس نیک کلیګ په یو وبلاګ پسټ کې چې د چهارشنبې په ورځ نشر شو، لیکلي: «که چیرې د ښاغلي ټرمپ پسټونه داسې محتوا ته دوام ورکړي چې له مقرراتو څخه سرغړونه وي، مواد به لیرې شي او هغه به د یوې میاشتې څخه تر دوو کلونو پورې وځنډول شي. دا موده د جرم له شدت سره تړاو لري.»

د مالیې نه ورکولو په تور د «ټرمپ د سازمان» محاکمه

د ټرامپ اکونټونه ولي تړل شوي؟

وروسته له هغه چې د ټرامپ پلویان د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر ۶ د متحده ایالاتو د کانګرس په ودانۍ یا«کاپیتول» برید وکړ، د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو د قواعدو سرغړونې له امله د هغه اکونټونه بلاک یا وځندول شول.په هغه وخت کې تویټر وویل چې د ټرامپ دوه ټویټونه چې «د تاوتریخوالي ملاتړ» پکې شوی وو د دغې شبکې له سیاست څخه سرغړونه ښودل شوې وه.په هغه وخت کې داسې اندېښنې موجودې وې چې ټرامپ ممکن د ناارامیو د هڅولو او خپرولو له پاره ټولنیزې رسنۍ وکاروي او فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب د هغه اکونټونه وځنډول.

ډېرو مسلمانانو له ټرامپ سره بايکاټ اعلان کړی دی

اوس میټا پریکړه کړې چې د ټرامپ د فیسبوک اکونټ بیا پرانیزي، ټویټر دا کار تیر کال په نومبر میاشت کې کړی و. د ټویټر عمومي مشر ایلون ماسک په دغه ټولنیزه شبکه کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړه چې ګډونوال یې پوښتلي ول، چې ایا ټرامپ ته باید بیرته اجازه ورکړل شي او کنه. وروسته له ټولپوښتنې څخه د مخالفانو او موافقانو رایې ډېرې نږدې وې خو د ټرامپ د ټویټر اکونټ بیا پرانستل شو.

Me, af (AFP, AP, dpa, Reuters)