د ټاکنو کمیسیون: د کارتونو د پلور او پیر مخه نیسو
۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبهپه داسې حال کې چې دافغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو راتلونکو ټاکنو ته لا څو میاشتی پاتې دي، سرله اوسه د دغو انتخاباتو په اړه ځینې اندیښنې را پیدا شوي دي. رپوټونه وايي چې په ځینو سیمو کې درایې ورکولو د کارتونو خرڅلاو هم پیل شوی دی چې چارواکي او څارونکي یې اندیښمن کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي داسي راپورونه یې تر لاسه کړي دي چې په یو شمیر سیمو کې زور واکان او د وسلو خاوندان له خلکو څخه په زور او زر کارتونه په پیسو اخلي او هغه د راتلونکو ټاکنو له پاره د خپلې خوښې کاندیدانو ته ساتي.
د ټاکنو د کمیسیون کمیشینر سریر احمد برمک، په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دغه کار کې د قومونو او کلیو مشران هم لاس لري. د برمک په وینا د دغې پروسې د مخ نیوي له پاره یې جدي هڅې پیل کړي دي. د برمک په خبره چې له امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي تر څو د دغو خپل سریو مخه ونیسي. نوموړي د کارتونو پلورونکي او پیرودونکي قانون ماتونکي وبلل.
هغه وایي چې تر امنیتي ستونزې اوس د کارتونو د پلور او پير مسئله ډیره جدي او خطرناکه ده: «قومي مشران موږ ته زیاتې ستونزې جوړوي، امنیتي ستونزې اوس زموږ پر وړاندې لوی ګواښ نه دی، ځکه چې دا کسان له خلکو څخه کارتونه رانیسي او خلک منفي کارونو ته هڅوي چې دې کار موږ سخت اندیښمن کړي یو. دا معلومه خبر ده چې د ټاکنو تر رارسیدو پورې به موږ خپل چمتو والی ونیسو.»
څارونکي وايي د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو پر مهال د مخالفینو ګواښونه د پراخو درغلیو سبب شول خو دا ځل هم خلک په یو شمیر سیمو کې د زور پالو له نفوذ سربیره د کارتونو له پير او پلور څخه اندیښمن دي.
د کابل د موسیي ولسوالۍ دوو تنو اوسیدونکو زرګل او شیر افضل له دویچه ویله سره په خبرو کې ویل چې د رایې ورکولو د کارتونو د پلور او پير لړۍ حتی د دوی په سیمه کې هم پیل شوې ده کومه چې له کابل سره ډیره نزدې پرته ده. د هغوی په وینا له ۵۰۰ افغانیو نیولي بیا تر ۱۰۰۰ پورې یو کارت لاس په لاس کیږي.
په همدې حال کې د ټاکنو کمیسیون له قومي مشرانو، ملکانو او د کلیو له سپین ږیرو څخه غواړي تر څو خلک وهڅوي چې خپل کارتونه ونه پلوري.
د ټاکنو کمیسیون کمیشینر سریر احمد برمک، وایي چې مشران کولای شي خلک د یوه او بل نوماند د ملاتړ له پاره وهڅوي خو دا حق نه لري چي هغوی یې د کارتونو پلور او پیرته اړ باسي.