1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ټاکنو د ورځې تلفات تر هغه چې ویل شوي وو ډیر لوړ دي

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو له خوا د سه شنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ ۲۸ کسان، په ټاکنو پورې د تړلي تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3RKni
Afghanistan Parlamentswahl 2018
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، د سه شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې د افغانستان د تیرو ولسمشرو ټاکنو په ورځ تلفات تر هغه چې پخوا ویل کیدل ډیر لوړ دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې یوازې د رای اچوونې په ورځ په ټاکنو پورې د تړلي تاوتریخوالي په پایله ۲۸ کسان وژل شوي او نزدي ۲۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې دغه تلفات تر ډیره د طالبانو د هغه کمپاین په پایله کې رامنځ ته شوي دي چې په ترڅ کې یې د ډلې د ټاکنو د بهیر د ګډوډولو ژمنه کړې وه.

رپوټ موندلې دي چې د ټاکنو په ورځ د تلفاتو یو پر دریمه ماشومان دي.

په ټوله کې د ټاکنو د بهیر، یعنې د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر له پیله بیا د ټاکنو ورځې تر پای پورې، ۸۵ کسان وژل شوي او ۳۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د یوناما مشر او د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو، ویلي دي: «د ملکي نفوس پر وړاندې پراخ او سیستماتیک بریدونه کیدای شي د بشریت پر ضد جنایت وبلل شي.»

په افغانستان کې د سپتمبر پر ۲۸مه نیټه تر سختو امنیتي شرایطو لاندې ټاکنې وشوې، خو پر دې سختو تدابیرو سربیره هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم وو. په دې ترتیب سره نو د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته دا په ټاکنو کې د تر ټولو کمو رای اچوونکو ګډون وو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۸۵ سلنه رای اچوونکو معلومات او رایې سیستم ته داخل کړې دي چې شمیر يې ۱،۷ میلیونه رایو ته رسیږي.

تمه کیږي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه نیټه اعلان شي. کمیسیون ویلي دي چې خپلو کارکوونکو ته یې دنده سپارلې چې وارزوي چې ایا کولی شي په ټاکل شوې نیټې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که نه.