د يو فلسطيني دولت د جوړولو لپاره د فلسطينيانو هلي ځلي
۱۳۸۸ شهریور ۴, چهارشنبهتصميم لري دولتي تأسيسات جوړ کي. ده وويل چه دده حکومت د يوه دښمن اشغال ګر رژيم پر ضد قاطعانه مبارزه کوي ، تر څو په راتلونکو دوو کلوکښي په عمل کښي دولتي تأسيسات جوړ سوي وي.
« دا مثبتو او فعالانه قدمو ته ضرورت لري ، په ملي او بين امللي سطح،تر څو اشغال ته خاتمه ورکول سي ، او زموږ په سيمه کښي يوه دوامداره سوله رامنځته سي . موږ ددولت په جوړولو مکلف يو . دا به زموږ د برياليتوب دپاره قاطع رول ولري . »
ددولت جوړولو په دغه طرحه کښي د نورو تر څنګ د اُردن په دره کښي د يوه بين امللي ميدان جوړول ،د همسايه هيوادو سره د ريل پواسطه د تګ راتګ امکانات او د خارجي سرمايه ګذارانو دپاره د ډيرو مالياتو د راکمولو پيشنهادونه موجود دي .
د فياض د حکومت پروګرام چه د « اشغال د ختميدو،او دولت د جوړولو » عنوان ورکول سوی دی ، د فلسطين د خود مختاره ادارې په د تر اوسه سياست کښي يو ښکاره تغير ښيي. پداسي حال کښي چه په تيرو ۱۵ کلو کښي خود مختاره ادارې زيادتره د اسراييلو سره خبرو اترو ته ترجيح ورکول ،خو اوس بيا د فياض پلان ددولتي تأسيساتو جوړول د يوه دولت د جوړولو مقدمه بولي .
صدراعظم فياض د غزې په تراډه کښي پر حاکم حماس رژيم باندي ږغ وکۍ، چه دده د پلان او کوښښونو ملاتړ وکي . دي وايي،
« زه زموږ پر ولس ږغ کوم چه ددغه پروګرام تر شا ودريږي ،او د حکومت دغه خيال په عمل کښي تطبيق کي . دا د سولي په لار کښي يوه مهمه وظيفه ده . دا په فلسطيني خاوره کښي د يوه فلسطيني مستقل دولت د جوړولو وظيفه ده ،چه شرقي بيت امقدس يې پايتخت ؤ،او په ۱۹۶۷ کال کښي اشغال سو .»
د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو چه په اوس وخت کښي د سياسي خبرو دپاره په لندن کښي دی ،انګلستان او جرمني ته يې د خپل تګ دمخه څرګنده کړل ،چه اسراييل به په شرقي بيت امقدس کښي دناقلينو دپاره د کورونو پر جوړولو باندي هيڅ نوع قيودات وضع نکي .
د اسراييلو د ماليې وزير يووال سټاينيڅ په دولتي راډيو کښي د فلسطين صدراعظم فياض د زيادتره مثبتو شخصيتو څخه وبلۍ، خو بيا يې هم ورباندي انتقاد وکۍ ،اوويې ويل ،
« خو همدا يې دليل دی ، دده پلان مايوسه کونکی ؤ. ځکه چه هغه د اوسلو د موافقې پر خلاف دی . د اد ټولو هغو موافقو پر خلاف دی،چه دواړو خواوو ورباندي موافقه کړې ده . دلته د برترۍ او تهديد دپاره ځای نسته ،او طبعأ به داسي يو فلسطيني دولت جوړ نسي ،بيله دې چه د اسراييلو دامنيت مسله پکښي په نظر کښي نه وي نيول سوې . »
د اسراييلو د خارجه وزير معاون ايالون د فلسطين دصدراعظم پلانونه پدې خبرو سره رد کړل ،چه اول بايد فلسطينيان د منځني ختيځ د سولي مکافيتونه اجرأ ،او بيا وروسته دده په خبره د دوامداره سولي طلايي لار پيدا کي.
Verenkotte/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل