د يونان په يوه ټاپو کې ۳۴ مهاجر ژغورل شوي دي
۱۳۹۵ دی ۵, یکشنبهد يونان دولتي راډيو «ای. آر. ټي» د رپوټ په حواله، د دغه هيواد ساحلي ځواکونو په يو کوچنۍ بادي قایق کې سپاره ۳۴ تنه مهاجر په داسې حال کې ژغورلي چې د اوبو خطرناک وضعيت او تند باد له امله د ډوبيدو له خطر سره مخ ول. د ژغورل شويو ټولو مهاجرو روغتيایې وضعيت ډاډمن ښودل شوی دی.
دغې راډيو په خپل رپوټ کې ويلي دي، چې ياد مهاجر په ليروس ټاپو کې د نوم ليکنې مرکزونو ته ليږدل شوي دي. حاضردمه په يونان کې شاوخوا ۶۳ زره مهاجر ژوند کوي.
په اوسط ډول هره ورځ د اويا تنو په شاوخوا کې انسانان له ترکيې څخه د یونان په شمال کې د آژه سمندرګي ټاپوګانو ته خپل ځانونه رسوي. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي چې د روانې مياشت (ډسامبر) د تیرو درو اوونيو په ترڅ ۱۳۴۵ تنه مهاجر د آژه سمندرګي ټاپوګانو ته رسيدلي دي.
اروپا ته د سمندر د خطرناکو لارو د سفرونو پر مهال ډیری وخت د مهاجرو ليږدونکې بادي قايقونه ډوب شوي دي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې له ۵ زره څخه زيات مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو له امله مړه شوي دي.
خو د روان کال په اپريل مياشت کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرت موضوع په تړاو د شوي تړون تر تصويبيدو وروسته، يونان ته د تيرو کلونو په پرتله ډير کم مهاجر رسيدلي دي.
د ۲۰۱۵ کال په نوامبر مياشت کې له ترکيې څخه ۱۵۱ زره مهاجر د يونان ټاپوګانو ته ورسيدل، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال په نوامبر مياشت کې دغه شميره ۱۹۹۱ تنه ده.
د يونان په کمپونو کې له اندازې زیاتو مهاجرو د شتون له امله وضعيت ښه ندی. دلته موجوده بد وضعيت کله کله د مهاجرو او امنيتي ځواکونو تر منځ د اخ و ډبونو د رامنځ ته کيدو سبب هم واقع کيږي. په کمپونو کې د متخصصو کارکونکو د کمښت له وجې د مهاجرو د کارونو څيړنې هم ډيرې ورو پر مخ وړل کيږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):