د يونان په يوه مهاجر کمپ کي اخ او ډب او اورلگېدنه
۱۳۹۸ مهر ۲۳, سهشنبهاعلان
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخي د دوشنبې په ورځ ماښام د افغان او سوريايي مهاجرو ترمنځ په شخړه کي درې کسان په چړو وهل سوي او ټپيان سوي دي او ۸ نور کسان د تنفوسي ستونزو له کبله روغتون ته انتقال سوي دي.
پوليسو تلاښ کړی دی چي د دواړه اړخونه يو له بل څخه د ليري کولو په موخه اوښکې بهونکي گاز وکاروي.
پر دې سربيره مهاجرو په کمپ کي يوې برخي ته اور هم اچولی دی چي وروسته بيا اطفائې وژلی دی.
د گيورگو ستنڅوس بندري ښار ښاروال د يونان «سکی» خبري آژانس ته ويلي دي چي د کمپ حالت په کنترول کي دی.
ويل سوي دي چي د ساموس ټاپو په دغه کوچني ښار واتي کي له دغه مهاجر کمپه په سونو مهاجرو د تيښي تلاښ کړی دی.
د واتي ښار دغه مهاجر کمپ چي د ۶۵۰ کسانو له پاره جوړ سوی، اوس پکښې ۵۷۰۰ کسان اوسيږي. د دغه ټاپو په نورو مهاجر کمپونو کي هم وضعيت ښه نه دی.
(n.z/s.r(dpa