1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې سرحد: د راټول سوو مهاجرو يو پر دريمه افغانان دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعه

د يونان سرحدي پوليسو او ساتونکو له شنبې ورځي راهيسي ۲۵۲ تنه هغه کسان نيولي دي چي د ترکيې له سرحد څخه په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته را اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/3Yws2
Migranten an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/D. Tosidis

لکه څنگه چي يونانۍ ورځپاڼي «Kathimerini» رپوټ ورکړی دی له دغو نيول سوو کسانو څخه ۶۴ سلنه يې افغانان، ۱۹ سلنه يې پاکستانيان، ۵ سلنه يې ترکان او ۴ سلنه يې ځانونه سوريايان بللي دي.

د دغو معلوماتو له مخي، د ايفروس په نامه سرحدي رود په اوږدو کي له شنبې ورځي راهيسي د ۳۷ زرو انسانانو مخه نيول سوې چي غوښتل يې له سرحد څخه تير سي.

دا چي د يونان سرحدي چارواکو دغه رقم پر کوم اساس وړاندي کړی، تر اوسه لا معلومه نه ده.

په دې ترڅ کي د ترکيې د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي نور مهاجر به هم د اروپا پر لور پرې ښودل سي.

همدارنگه د سوريې له بحراني سيمي ادليب څخه، جگړه ځپلو انسانانو ته به هم دغه دروازې پرانيستل سي. سويلو ويلي چي په دې ډول به ټوله مهاجر اروپا ته مخه کړي.

له هغه راهيسي چي د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د شنبې په ورځ اعلان کړی دی چي اروپايي ټولني ته د تگ له پاره به مهاجرو ته خپل سرحدونه پرانيزي، اوس لا په زرو انسانان له  يونان سره سرحد کي د انتظار شپې او ورځي تيروي.