1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»د يونان د مهاجر کمپونو د ماشومانو د منلو چانس نه شته«

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د آلمان د نیدرزاکسن د کورنیو چارو وزیر بورس پیستوریوس، اوسمهال د دې کوم چانس نه ویني چې د یونان له مهاجر کمپونو څخه ماشومان آلمان ته راولي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې اړه د پیستوریوس د سملاسي پروګرام غوښتنه رد کړې.

https://p.dw.com/p/3WXxy
Griechenland | Kinder im Flüchtlingscamp Nea Kavala
انځور: imago/Christian Mang

د پیستوریوس یوه ویاند د epd خبري آژانس ته ویلي دي چې د یوه ایالت له لوري د مهاجرو د منلو پروګرام د قانوني او واقعي نظره د تطبیق وړ نه دی.

د دغه ویاند په خبره په دې تړاو ټول اړین اقدامات لکه امنیتي ارزونه او د ویزوصدور د آلمان د کورنیو چارو مرکزي وزارت تائید ته اړتیا لري. زیاته شوې ده چې د بشري دلایلو له مخې له یوې وچې څخه د مهاجرو ماشومانو لاره هم امکان نه لري. ځکه چې دغه څه له یو دریم هیواد څخه امکان لري، نه د اروپایي اتحادیې له هیوادونو څخه.

پیستوریوس د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د یونان له لسبوس ټاپو څخه د لیدنې پر مهال وړاندیز کړی وو چې ۱۰۰۰ بې سرپرسته ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو کښته وي آلمان او د اروپایي اتحادیې نورو هیوادونو ته ولیږدول شي.

د Seebrücke په نوم مدني سازمان څخه د مهاجرو مرستندویانو د آلمان پر حکومت فشار زیات کړی دی. په اوسنابروک کې له دغه سازمان څخه ریناته هایزه، ویلي دي چې په راتلونکي اوونۍ کې دغه ګروپ د ټول آلمان په کچه بیلا بیل اقدامات او له سیاستوالو سره خبرې اترې پلان کړي دي.

د یاد سازمان یوې فعالې یوهانا شیرف ویلي دي چې په اکتوبر میاشت کې د مهاجرو له پاره وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د هغې په خبره نور مهاجر هم راروان دي، خو د اروپایي اتحادیې پر هیوادونو کوم مهاجر نه ویشل کیږي. د هغې په خبره همداشان د بې سرپرسته ماشومانو له پاره هم وضعیت ښه نه دی. دغې فعالې په لسبوس ټاپو کې د بیلابیلو سازمانو له پاره د داوطلبې په توګه کار کړی دی.

دغه فعاله زیاتوي چې مجموعا د ۵۶۰۰ ماشومانو څخه چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، ډیرې یې له کمپونو د باندې ژوند کوي.

د ژمي په یخ موسم کې هغوی په نازکو خیمو کې ورځې شپې سبا کوي او اړونده ادارې تر سخت فشار لاندې دي. همداشان هغه کانتیزونه نه دي درول شوي چې عاجله اړتیا ورته وه.

یوهانا شیرف زیاتوي چې په کمپونه کې د حفظ الصحې وضعیت هم ډیر خراب او روغتیايي پالنه هم سمه نه کیږي: «د خوړو له پاره کافي څه نه شته. د یوه وخت ډوډۍ له پاره تنکي ځوانان او نجونو باید درې ساعته په کتار کې ودریږي.»

تیره اوونۍ په آلمان کې زیات شمیر ناحیو او ښاروالیو ویلي ول چې چمتو دي ماشومان او تنکي ځوانان ومني.

زموږ له آرشیف څخه: