د يمن جمهور رئيس د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې اعلان وکړ
۱۳۹۱ خرداد ۲, سهشنبهاعلان
په يمن کښي تر سختي بمي چاودنې وروسته د دغه هيواد جمهور رئيس اعلان کړی دئ چي د ترهګرۍ پر ضد به خپلي مبارزې ته دوام ورکړي. هغه په دولتي ټلويزیون کښي وويل چي دغه مبارزه به د درنو تلفاتو سربیره هم دوام ومومي. تیره ورځ په یمن کې یوې چاوندې ۹۶ تنه سرتیري ووژل او ۲۰۰ نور ئې ټپيان کړل.