د ویانا افغان بریدګر په عمري بند محکوم شو
۱۳۹۷ شهریور ۲۳, جمعهیاد ۲۳ کلن افغان پناه غوښتونکي د دغه هیواد پولیسو ته ویلي چې نوموړي د روان کال په مارچ میاشت کې په ویانا کې دغه بریدونه د اتریش له لوري د هغه د پناه غوښتنې د ردیدو په ځواب کې کړي دي. نوموړي ویلي دي چې د پناه غوښتنې په هکله د منفي ځواب ترلاسه کولو وروسته یې د خفګان احساس کاوه.
د وینا په جنايي محکمه کې یوه قاضي بیا د «نشه يي توکو له امله د رواني حالت د اخلال» خبره کړې ده. د بریدګر د روغتیايي معایناتو په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې یاد افغان پناه غوښتونکي تر برید څو ورځې مخکې کنابي «چرسو ته ورته یو ډول مخدره توکي» کارولي وو.
د روان کال د مارچ میاشتې په ۷ نیټه، دغه افغان پناه غوښتونکي یوه میرمن، د هغې خاوند او د دوی پر یوې لور برید وکړ. د برید په پایله کې خاوند او میرمنې د مرګ تر کچې پورې وینه ضایع کړې وه او د لور ټپونه یې هم شدید وو. تر دې برید وروسته نوموړي د اورګاډو په مرکزي تم ځای کې د مخدره توکو پر پلورونکي هم د چړې برید وکړ.
د محکمې د معلوماتو له مخې، دغه افغان پناه غوښتونکی په ۲۰۱۵م کال کې له افغانستانه اتریش ته راغلی او په اروپا کې یې د پیلوټ کیدو خوبونه په سر کې لرل. اتریش ته په رارسیدو، نوموړي نشه يي توکو ته مخې کړه او له همدې کبله تر برید وړاندې د یوې مودې له پاره زندان ته هم استول شوی وو.
د محکمې له لوري د نوموړي افغان پناه غوښتونکي د قضیي له پاره ګمارل شوي د رواني چارو ډاکټر په دې هکله وویل: «زما په نظر، دغه ځوان د غم او غوسې له کبله په دغه کار لاس پورې کړی. موږ په دې وروستیو کې دغه راز ډیرې پیښې لیدلي دي.» د نوموړي ډاکټر په وینا، ناهیلي او د دغه کس عقدې د کلونو راهیسې ټولې شوي او په پای کې یې دغه راز یوه پیښه رامنځ ته شوې ده.