د ولسي جرګې د دوبنیو رخصتیو پیل، کابینه ولې معرفي نه شوه؟
۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبهولسمشر غني په وار وار له ولسِ جرګې سره ژمنه کوله چې نوي نوماند وزېران به د باور رایو په موخه وروپيژني، وکېلان په دوبنیو رخصتیو ولاړل خو د حکومت کابینه بې برخلیکه پاتې شوه.
د نوماند وزېرانو د غوراوي پر سر د غني او عبدالله اختلافات
د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سره د محمد اشرف غني او د هغه د ټاکنیز سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ تر اوږدو جنجالونو وروسته د سیاسي هوکړه لیک له مخې ډاکټر عبدالله هم وزیران ارګ ته معرفي کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي د کابینې د ځنډېدو یو لامل د وزارتونو له پاره هغه نوماندان دي چې د ملي مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ارګ ته معرفي کړي.
صدیقي زیاته کړې: «یو شمېر نوماندان چې د ډاکټر صاحب عبدالله لخوا معرفي شوي، پر هغو معیارونو او وړتیاوو برابر نه دي، چې باید د کابینې یو وزیر یې ولري، د ثبات ساتنې او د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د تېرېدو لپاره موثر او ممد وي.»
د ارګ ددغه ویاند په وینا، د ښاغلي عبدالله معرفي شوي نوماند وزېران د ملي شورا د غړو غوښتنې هم نه شي پوره کولای. صدیقي وايي نوې کابینه، باید د افغانستان د ټولنې له ټولو قومي او ډله ییزو واقعیتونو څخه استازیتوب وکړي.
د عبدالله عبدالله غبرګون
خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د صدیق صدیقي وروستیو څرګندونو ته کلک غبرګون وښود.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم کومې څرګندونې چې ښاغلي صدیقي کړي، دا د اساسي قانون او د شوې توافق نامې، دغه راز له هغو بحثونو څخه چې اوس جریان لري د بې خبری په مانا دی، دا د دې ښودنه کوي چې صدیقي له دې ټولو بې خبره دی.»
خوځون زیاتوي چې د افغانستان په اساسي قانون کې معیارونه روښانه دي او دوی هم د همدغو معیارونو پر بنسټ نوماند وزیران غوره کړي او معرفي کړي دي.
د کابینې پر ځنډ د پارلمان غبرګون
د غني او عبدالله ترمنځ د وزیرانو د غوراوي پرسر اختلافات داسې مهال راپورته شوي چې ولسي جرګې خپلې دوبنۍ رخصتۍ، نن چهارشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولايي ۲۲مه) پيل کړې.
ددې جرګې غړي ګل احمد کمین دویچه ویله ته وویل، جرګه داسې مهال رخصت شوه چې د کابینې په ګډون زیات شمېر ملي موضوعات نیمګړي پاتې شول.
«تراوسه د دوو ډلو ترمنځ د کابینې پرسر ناندرۍ نه دي ختم شوي، دوی نه وو اماده چې خپل وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي چې د رد یا تایید رایه واخلي، له بده مرغه چې دغه کار همداسې نیمګړې پاتې شو.»
د پارلمان د دغه غړي په وینا د کابینې نه معرفي کول ناوړه پایلې لرلی شي.
ښاغلی کمین زیاتوي د وزیرانو سرپرستي له تېرو پنځو کلونو د یو ناوړه دود په توګه پاتې شوی او د ولسي جرګې د دوبنیو رخصتیو تر پایه به چې شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي دوام وکړي.
د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، ملي شورا يوه نيمه مياشت په ژمي او يوه نيمه مياشت په دوبي کې رخصت لري.
خو د قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، د شورا فوق العاده غونډې د رخصتيو په ورځو کې هم په ځینو بیړنیو موضوعاتو کې د ولسمشر په ځانګړي امر راغوښتل کیږي.
اسماعیل شاکر – کابل