د ولسمشرۍ ټاکنو په هکله يو شمېر پوښتني
۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعهد افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د چهارشنبي په ورځ اعلان وکړ، چي د ۲۰۱۴ کال د اپريل پر ۵ نېټه باندي به د ولسمشرۍ له پاره ټاکني تر سره شي.
په داسي حال کي چي د افغانستان له دې اقدام څخه د امريکا متحده ايالاتو په شمول ډيرو هيوادونو هرکلی کړی دی او هغه يې په افغانستان کي د ثبات د ټينګيدو نښانه ګڼلې ده، ډيری کار پوهان شک لري چي دغه ټاکني دي سرته ورسيږي او که وهم رسيږي، ښايي له ګڼو ستونزو سره به مخامخ شي.
د هغوی په نظر يوه غټه ستونزه، چي تراوسه لا حل شوې نه ده، هغه د رای ورکونکو د ثبت موضوع ده. د نړيوال کړکېچ ډله چي انګريږي مخفف يې، ICG ده په خپل يو رپوټ کي چي د اکتوبر په سر کي يې خپور کړ وويل «له کلونو را هيسي د رای ورکونکو د ثبت په پروسه کي ستونزي موجودي وي.»
د دغي مؤسسې د رپوټ له مخي «په ۲۰۰۹ کال کي د ولسشمرۍ له ټاکنو څخه مخکي، د رای ورکولو له پاره ۱۷ ميليونه کارتونه ويشل شوي ول، چي دا د رای ورکولو د مستحقو کسانو له شمير څخه ۶ ميليونه زيات ول.»
د سياسي چارو تحليلونکی توماس روتيګ چي په افغانستان کي د تحليلونکو له شبکې سره کار کوي، د المان خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل، چي د رای ورکولو۱۷ ميليونو مستحقو کسانو شمير «غير يقيني» ښکاري.
افغان سياستوال، محمد ناطقي چي هغه هم له نوموړي خبري آژانس سره مرکه کړې ده، دا مني چي په تيرو ټاکنو کي د رای ورکولو زاړه کارتونه په ټاکنو کي د درغليو يو غټ عامل ول.
څو ورځي مخکي د افغانستان يو شمير سياسي ډلو په ګډه سره غوښتنه وکړه، چي د رای ورکولو د زړو کاروتونو پر ځای دي، خلکو ته الکترونيکي تذکرې ورکړل شي، چي په کامپيوتر کي د هغوی هويت ثبت شي او له دې لاري د رای ورکولو مستحق کسان معلوم کړل شي او د درغليو مخه ونيوله شي.
خو کار پوهان وايي په داسي حال کي چي ټاکنو ته يوازي ۱۸ مياشتي پاته دي، د الکترونيکي تذکرو ورکولو مفکوره غير عملي ښکاري.
د تحليلونکي توماس روتيګ په نظر د راتلونکو ټاکنو په وړاندي د نوموړي ستونزي په شمول يو ګن شمېر نوري ستونزي، لکه د شکايت د کمېسيون د جوړښت پر سر د حکومت او پارلمان تر منځ شخړه او د ټاکنو د امنيت خوندي ساتل پرتې دي.
هغه وايي دغه ستونزي د دې نښانه ده چي په تيرو لسو کلونو کي سياسي پروسه په ښه توګه عملي شوې نه ده او د افغانستان حکومتوالي ضعيفه پاته ده.
Dpa/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل