1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشریزو ټاکنو مخ ته تر ټولو لوی خنډ نا امني ده

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې او د دغو ټاکنو د امنیت له پاره ۷۲ زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي. په داسې حال کې چې د افغانستان ۹۹ ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي۲۲ نوري یي د طالبانو تر ادارې لاندې دي.

https://p.dw.com/p/3QAQb
Afghanistan Sicherheit Checkpoint in Kabul
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو ته یوازې څو ورځې پاته دي، نا امنۍ د دغه بهیر مخ ته تر ټولو لویه ننګونه ګڼل کیږي.

طالبانو د دغو ټاکنو په درشل کې خپل بریدونه زیات کړي دي او د بشري حقونو مدافع سازمانونو د سپټمبر میاشت په افغانستان کې تر ټولو مرګونې میاشت نومولې ده.

په دغه میاشت کې د طالبانو په بیلابیلو بریدونو کې په سلګونو ملکیان وژل شوي دي. د هغو له جملې څخه په پروان ولایت کې د ولسمشر غني پر کمپایني غونډې د طالبانو په برید کې ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله واوښتله.

همدا رنګه یوازې په یوه ورځ کې د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې پر یوه روغتون د طالبانو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۰۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. طالبان اوس هم خبرداری ورکوي چې په خپلو بریدونو سره به په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې مختل کړي.

پر پيچلي امنیتي وضعیت سربیره، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د افغانستان امنیتي بنسټونه د تلې یا میزان پر شپږمه (د سپټمبر میاشتې ۲۸) نیټه د ټاکنو د ترسره کولو له پاره د خپلې امادګۍ خبره کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د افغانستان ۱۰۰ ولسوالیو ته یي حساس او غیر حساس مواد رسولي دي او دغه لړۍ به د تلي میاشتې تر پنځمې نیټې دوام وکړي.

نوموړي کمیسیون د امنیت ټینګولو له پاره په ټول هیواد کې د رای ورکونې د ۵۳۷۳ مرکزونو، چې په مجموع کې ۲۹۲۹۵ محلات کیږي نوملړ امنیتي بنسټونو ته سپارلی دی.

د هغو رپوټوټ پر اساس چې د افغانستان امنیتي بنسټونو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وړاندي کړي دي، د افغانستان د ۳۶۳ ولسوالیو څخه ۸۶ یي د ټيټې کچې امنیتي ګواښ، ۱۴۱ یي د متوسط امنیتي ګواښ، ۹۹ یي د لوړې کچې امنیتي ګواښ او ۲۲ یي د طالبانو تر ادارې لاندي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې امنیتي بنسټونو ورسره ژمنه کړې ده چې د ټول هیواد په کچه به د را ورکوني د ۵۳۷۳ مرکرزونو له جملې څخه د رای ورکونې د ۴۹۴۲ محلاتو امنیت تامينوي او یوازې تر ۴۰۰ ډیر مرکزونه به تړلي وي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه امنیتي بنسټونو ویلي دي چې د رای ورکونې د ۵۳۷۳ مرکزونو څخه به ۴۳۱ یي تړلي پاتې شي.» خو د یو شمیر سرچينو د معلوماتو پر اساس چې نه غواړي نوم یي واخیستل شي ډیر شمیر مرکزونه به د ټاکنو په ورځ د نا امنیو له امله تړلي پاتې شي.

دغو سرچينو دویچه ویله ته ویلي دي چې د رای ورکونې ۶۰۰ مرکزونه تر جدي امنیتي ګواښ لاندي دي او احتمال لري چې د ټاکنو په ورځ به تړلي وي. د دوی په خبره حتی په کابل او پنجشیر کې به چې د امنو ولایتونو له جملې څخه دي د رای ورکونې ځني مرکزونه بند وي.

امنیتي بنسټونو په افغانستان کې ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ساتلو له پاره ګومارلي دي او تر څنګ به یي ۱۰ زره ښځې د رای ورکونې د مرکزونو د امنیت او څارنې له پاره روزنه ترلاسه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې له ۸ میاشتو راهیسې د ټاکنو د ترسره کولو د امنیت په خاطر تیاریانې پيل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه اميني وایي چې د لومړي ځل له پاره د بهرنیو ځواکونو د همکارۍ پرته د افغان ځواکونو په وسیله د امنیت د ټينګښت پلان طرح شوی او عملي کیږي: «۷۲ زره امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې ده چې د ټول افغانستان په کچه د رای ورکونې د ۴۹۴۹ مرکزونو امنیت تامين کړي.»

د کورنیو چارو وزارت هم تائیدوي چې ۲۲ ولسوالۍ د طالبانو تر ادارې لاندې وې. که څه هم یو شمیر ولسوالۍ له طالبانو څخه بیرته نیول شوي دي، خو سره له دې به هم په دغو ولسوالیو ټاکنې ترسره نه شي.

د رای ورکونې د مرکزونو امنیت څنګه نیول کیږي؟

د امیتي بنسټونو د شمیرو له مخې چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره یي شریکې کړي دي په افغانستان کې ۹۹ ولسوالۍ د لوړې کچې له ګواښ سره مخامخ دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هغو مرکزونو چې د لوړې کچې تهدید لاندې دي د امنیت له پاره له ۱۰ څخه تر ۱۵ امنیتي پولیس، د ملي امنیت ۴ کارکونکي او دوې ښځې له خپلو محرمانو سره ګومارل شوي دي.

همدارنګه د نسبتاً ټیټې درجې ګواښ سره مخامخو مرکزونو د امنیت له پاره ۶ پولیس، یو تن امنیتي کارکونکی او دوې ښځې له خپلو محرمانو سره توظیف شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس ۳۲۶۲ مرکزونه په امنو سیمو کې دي چې د دغو مرکزونو او محلاتو د امنیت له پاره ۴ پولیس، د ملي امنیت یو کارکونکی او دوې ښځې ګومارل شوي دي. د ملي اردو د ځواکونو له خوا هم د دغو ټولو مرکزونو او محلاتو امنیت نیول کیږي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د ټاکنو د ترسره کولو د امنیت له پاره خپل ټول توان په کار اچولی دی، خو د ولسمشریزو ټاکنو ډیر شمیر نوماندان او خلک د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په اړه اندیښمن دي.

په عین وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو په نزدې کیدو سره طالبانو هم یو وار بیا یوه اعلامیه خپره کړې ده او خبرداری یي ورکړی دی چې له ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو څخه دې په ټاکنو کې کار نه اخیستل کیږي.

شکیلا ابراهیم خیل