د وسلو تر ټولو لوی سوداگر محکمې ته وړاندي سو
۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبهويکتور بوت د «مرګ سوداګر» بلل کيږي. هغه د نړۍ يو تر ټولو لوي د وسلو تجار هم ګڼل کيږي.
د متحده ايالتو د چارواکو په وينا هغه په نوي يمو کالونو کي هڅه کړې چي په انګولا، ليبيريا، روانډا او سيرا ليون کي د خپلمنځيو جګړو پر بيلابيلو ډلو او ګوندونو وسلي وپلوري.
سربيره پر دي ويل کيږي چي ده هڅه کړي په افغانستان کي توندلارو اسلامي طالبانو او د القاعدې تروريستي شبکې ته هم وسلې واستوي.
د ۲۰۰۸ م کال په مارچ کي دغه ۴۳ کلن روسي تبعه د تايلنډ په پلازمېنه بانکاک کي ونيول سو.
امريکايي پلټونکو ځانونه د کلمبيايي اف اي ار سي په نوم ياغي ډلي د غړو په توګه معرفي کړي وو او په درنو وسلو او مرميو کي يې علاقه ښودلې وه.
د امريکي د متحده ايالتو لوی څارنوال مايکل ګارسيا د بوت نيونه ستايي او وايي چي دا د وسلو د غير رسمي سوداګرۍ په وړاندي يوه مهمه ضربه ده.
« بوت او د هغه مرسته کونکو غوښتل چي اف آي ار سي ته د هغوی د تاوتريخوالي ډکو اهدافو د پاره وسلي وليږي. په هغو کي د ځمکي هوا ته توغندی او راکټ انداز وسلې هم راتلې».
بوت دې ته ليوالتيا ښکاره کړې چي دغه ترهګر سازمان ته وسلې وليږي او غوښتل يې چي دا کار وکړي.
د امريکايي څارنوال په خبره «د ده نيونه د يوي نړيوالي پلټني پايله ده چي د متحده ايالاتو پلټونکو تر سره کړي ده.»
ويکتور بوت د تايلنډ محکمه تورنه کړې چي د امريکا د متحده ايالتونو لخوا رامنځته سوې او د روسيې پر لومړي وزير ولاديمير پوتين او ولسمشر ديميتري مدويديف باندي ږغ کړی چي د هغه څخه دي ملاتړ وکي.
تر دې د مخه د امريکا متحده ايالتو ښايي هڅه کړې وه چي د ټولو ډيپلوماتيکو امکاناتو څخه ګټه واخلي چي د وسلو دغه تجار چي د ډير وخت راهيسي يې لټون روان يوې امريکايي محکمې ته حاضر سي.
د بوت تايلنډي مدافع وکيل، لاک نيتي واتانا ويچان وويل چي پر محکمې باندي راغلی سياسي فشار ډير زيات و.
د شوروي اتحاد د ړنګيدو وروسته، ويکتور بوت چي هغه مهال 25 کلن وو، دوې زړې نظامي الوتکي واخيستې او په نړيواله کچه يې يو ټرانسپورټي شرکت جوړکړی.
داسي وويل کيږي چي د ساړه جنګ وروسته هغه د افريقا د لويو جنګ سالارانو د وسلو اړتياوي پوره کړي دي.
له همدې کبله پر ده باندي په امريکا کي د وسلو پر غيري قانوني تجارت سربيره د پيسو د سپينولو تور هم لګول کيږي.
د بوت ددې فعاليتونو کيسه د هالي ووډ د« جنګ سالار» نومي فلم، چي مشهور هنرمند نيکولاس کيج پکښي مرکزي رول لوبولی، سوې ده، چي په دې فلم کي د وسلو تجار په پای کي وبخښل سي.
موشي بروسکا/ برېښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل