د وحشي حیواناتو مچو ګانې که جنګونه؟
مچو اخیستل تر ډیره پورې په انسانانو پورې تړلې پدیده ښکاري خو د حیواناتو په نړۍ کې هم ځینې کارونه انسانانو ته ورته والی لري. په دې انځوریز البوم کې یو څو بیلګو ته کتنه شوې.
د پیشوګانو کورنۍ
زیاتره پیشوګانې یوازې ژوند کوي. خو زمري او چیتا یا پړانګ بیا له دې استثنا دي. کله چې دوی ملاقات کوي، د تورو خالونو لرونکي چټکه پیشو یو بل بویوی، په یوه او بل باندې ځانونه مښي، (د انځور په څیر) د یو بل زنې ښکل کوي او همدا راز د یوه او بل مخونه څټي.
فیلونه
د دې حیواناتو ترمنځ مینه ورکه ده. په دې انځور کې اصلاً ښکاري چې فیل یو بل ټیله کوي او غواړي چې دا فیصله وکړي چې څوک لومړی اوبه وچښي.
کوچني ملګري
انځور به ښايي د مینې د تبادلې پیغام ولري خو په اصل کې دغه موږکان یو بل نه ښکلوي. دا حرکت د دغو حيوانانو ترمنځ د ملګرتیا نښه ده، خو کله چې دوی ملاقات کوي دوی سرونه سره یوځای کوي او د یوه او بل پزې مښي.
زه جنګیالی یم!
د شونډو له لارې نښلیدونکي دغه ځانګړي کبان یا ماهیان ډیر خواږه ښکاري، خو دوی په اصل کې جګړه کوي. په عین وخت کې د دوی دغه خوله په خوله کیدل، په چین کې د مینانو د ورځې تر ټولو مشهوره ډالۍ ده.
چټک او هوښیار
بیا هم دوی یو بل نه ښکل کوي. دوی سه یوځای شوي او یو بل بوی کوي. دغه ځانګړې خرګوشان يا سويان تر ډیره پوره جوړې لري او ډیرې شرمناکې وي. سربیره پر دې، دوی ډیرې چټکه دي او په ساعت کې ۵۶ کیلومتره مزل وهي.
ښه ته نو څوک یې؟
شخصي بوی او عطر تر ډیره پورې هغه څه دي چې ګڼ شمیر حیوانات سره یوځای کوي او دوی اړ کوي چې خپل سرونه سره یوځای کړي. دوی هم د یو بل بوی سره یوځای کړي، خو یو بل نه ښکلوي.
خوله لګول
د اوبو دغه دوه تور رنګي نهنګان د ښکل کولو پر ځای پر یوه او بل خولې لګوي. موږ هم نه پوهیږو چې تر انځور اخیستو وروسته څه پیښ شوي. دوی معمولا په یوه او بل برید نه کوي خو کله کله خولې لګوي او یو بل ټپي کوي.
دا نو کوم ډول دی؟
مښوکه لرونکو مرغانو ته به ډیره ستونزمنه وي چې یو بل ښکل کړي. د دې پر ځای دوی یو بل لمسوي او یا مَښوکې سره بندوي. د دوی دغه کار زیاتره له دې امله دوی ته ورپاتې دی، ځکه له وړوکوالي نه دوی ته د خولې له لارې خوراک ورکول کیږي، خو کله کله ډیرې سختې جګړې هم کوي.
مرګ به مو سره جلا کړي!
داسې ښکاري چې دوی په خپلو کې ډیرې دوستانه اړيکې لري. طوطیان خپلې جوړې ډیرې خوښوي خو یوازې په هغه صورت کې چې دوی په خپلو کې جوړ جاړی وکړي، بیا نو دوی د ژوند تر پایه یو له بل سره پاته کیږي.