امریکايي سرتيري ته سپارل شوی ماشوم سهیل لا هم لادرکه دی
۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبهد اګست په نولسمه د کابل هوايي ډګر مخې ته په زرونو خلک راټول ول تر څو هوايي ډګر ته دننه او په الوتکو کې ځانونه بهر ته وباسي. میرزا علي احمدي، میرمن يې ثریا هم د خپلو پنځو ماشومانو سره د هوايي ډګر په دغې ګڼه ګوڼه کې ول. دوی د هوايي ډګر هغه دیوال ته ځانونه رسولي وو، چې په سر يې یو ناست امریکايي عسکر دوی ته ویل که مرسته مو په کار وي.
د رويټرز خبري آژانس په حواله، میرزا علي احمدي او میرمن يې خپل د غيږې دوه میاشتنې ماشوم، سهيل، له دې ويرې چې مبادا د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ژوبل شي، خپل دوه میاشتینی ځوی یې دغه امریکايي عسکر ته ورکړ. دوی فکر کاوه چې دې کار سره به دوی وشي کړای په اسانۍ هوايي ډګر ته چې يوازې ۵ متره لرې وو، داخل شي.
خو د ډير رش او ګڼې ګوڼې له کبله د میرزا علي کورنۍ یونیم ساعت وروسته وتوانیدل هوايي ډګر ته ننوځي. خو کله چې دوی هلته داخلیږي د زوي سهيل درک یې په هيڅ ځای کې نه پيدا کوي.
په هوايي ډګر کې سهيل پسې لالهانده ګرځيدل
میرزا علي وايي چې ده لس کاله په کابل کې د امریکا په سفارت کې د ساتونکي په توګه دنده درلوده. هغه وايي په هوايي دګر کې يې ډيرو پوځیانو ته وویل چې ماشوم يې ورک کړی دی، بلاخره یوه پوځي قوماندان ورته وویل چې هوايي ډګر د ماشوم له پاره زښته ډير خطرناک دی او باید د ماشومانو ځانګړي ځای ته ورشي.
میرزا علي وايي کله چې هغه ځای ته ورغی هغه ځای خالي وو. میرزا علي له يوه ژباړونکي سره په مرکه کې ويلي دي: «هغه [پوځي قوماندان] ما سره د هوايي ډګر په شاوخوا کې وګرځيد، تر څو ټول ځایونه وپلټي.» هغه وايي هيڅ کله د ياد قوماندان په نوم پوه نه شو، ځکه هغه په انګلیسي نه غږيده او تر ډيره يې پر افغان همکارانو تکیه کوله.
میرزا علي زیاتوي: «ښايي ما به له شلو کسانو سره خبرې کړي وي. هر افسر، پوځي او ملکي کس چې راسره مخ کې ده ما به ورڅخه د خپل ماشوم په اړه پوښتنه کوله.»
میرزا علي احمدي وايي د هغو ملکي چارواکو له ډلې چې ده ورسره په دې اړه خبرې کړي وې یوه يې ورته ويلي دي چې کیدای شي سهیل د ده له خوا بهر ته لیږدول شوی وي. دی وايي: «خو هغوی راته وويل چې موږ داسې منابع دلته نه لرو چې ماشوم وساتي.»
د سهيل وروڼه هغه پسې خپه دي
د ۳۵ کلن میرزا علي او ۳۲ کلنې ثریا څلور نور ماشومان ۱۷، ۹، ۶ او ۳ کلن دي. په کابل کې د تخليې په ماموریت کې دوی له کابل څخه قطر او بیا له هغه ځايه امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.
دغه کورنۍ اوس له نورو افغان مهاجرو سره د امریکا متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په فورت بلیس کې دې ته منتظر دي تر څو يې چارواکي د امريکا په کومه سیمه کې هستوګن او خپل نوی ژوند پیل کړي. دغه کورنۍ په دغه ځای کې هيڅ خپلوان او شناخته کسان نلري. میرزا علي وايي چې هغه وخت يې د کابل په هوايي ډګر کې نورې کورنۍ هم ليدلي دي چې د دوی په څير يې خپل واړه ماشومان د دیوال يا پنجرې له سره امریکايي سرتيرو ته ورکول.
«هغه هيڅ چا پیدا نه کړ»
مهاجرو سره یوه افغان مرستندويه ډله چې د «لادرکه ماشوم» په نوم يو سايټ يې فعاله کړی، وايي چې د سهيل انځور يې خپور کړی دی او دوی هیله مند دي چې ګوندې کوم څوک يې وپيژني او پیدا شي.
د امریکا د حکومت چارواکو چې له دغه راز پيښو سره آشنا دي ويلي دي چې د سهيل د ورکيدو قضيه يې په ټولو ځایونو کې د امریکايي اډو په ګډون، له ټولو سازمانو سره شريکه کړې ده. چارواکو هم ويلي دي چې ورک شوی ماشوم د کابل د هوايي ډګر په ګډوډۍ کې يوه امریکايي سرتيري ته ورکړل شوی، خو «له بده مرغه هيڅ چا هغه پیدا نه کړ.»
«ټوله ورځ ژاړم»
د سهيل مور ثریا چې د یوه ژباړونکي په مرسته یې خبرې کولې، د مرکې پر مهال ويلي دي چې هغه ټوله ورځ ژاړي او نور ماشومان يې سخت پريشانه دي. په دې معنی چې سهيل لا هم لادرکه دی.
د سهيل مور، ثريا وايي چې ټوله ورځ د خپل زوې په فکر کې ډوبه وي. هغه وايي: «زما ټول کار د زوی په اړه فکر کول دی.» هغه زیاتوي: «کله مې چې مور او پلار او خور راته ټيلفون کوي، ټول راته ډاډګیرنه راکوي او وايي چې انديښنه مه کوه خدای مهربانه دی، زوی به دې پيدا شي.»
ر/م.ک.ص./ا.خ.ح.