1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په سيلابونو کې د مړو شمېر ۵۶ ته لوړ شوی

۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

د هندوستان په سیلابونو کې د شنبې په ورځ د مړه شوو کسانو شمیر لږ تر لږه د ۵۶ تنو پورته شوی دی. په عین حال کې د هندوستان پوځ خبرداری ورکړی چې سيلابونو له پوځي اډو څخه جنګي مهمات او چاوديدونکي مواد له ځان سره وړي.

https://p.dw.com/p/4XErO
Indien Überflutung / Sikkim
انځور: Prakash Adhikari/AP Photo/picture alliance

د هندوستان په شمال شرقي ایالت سیکیم کې دغه سېلابونه د چهارشنبې په ورځ په ورځ وروسته له هغې جاري شول چې په یوه لوړه ارتفاع کې واقع یو کنګل شوي جهيل په ناڅاپي توګه شکست وکړ.

د سیکیم ایالت د مرستو کمشنر، انیل راج، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «تر اوسه په سیکیم کې ۲۶ مړي موندل شوي دي.» ۱۳ نور مړي د ګاونډي ایالت ویست بنګال له تیستا سيند څخه راوښکل شوي دي. د ویست بنګال د پولیسو یو چارواکي کې. اومیش ګنپټ وويل چې په تيستا سيند کې د ژغورنې یا د لټون عملیات ادامه لري. پر وینا ېې چې دغه سیند ۸۶ کيلومتره اوږد دی.

په مړه شوو کسانو کې ۷ هندي سرتيري هم شامل دي. دغه سرتيري د نيپال او چین سرحدونو ته نژدې په یوه لرې پرته علاقه کې اوسېدل چېرته چې د هند ډېر پوځیان حضور لري. څه باندې سل کسان تر اوسه لادرکه دي چې د هغو په ډله کې هم ۱۶ ېې سرتيري دي.

د هندوستان په شمالشرق کې پروت سیکیم ایالت له خوا خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې په سېلابونو کې له ۱۲۰۰ ډېر کورنه هم تخريب شوي دي
د هندوستان په شمالشرق کې پروت سیکیم ایالت له خوا خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې په سېلابونو کې له ۱۲۰۰ ډېر کورنه هم تخريب شوي دي انځور: Prakash Adhikari/AP Photo/picture alliance

د هندوستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغو سيلابونو په سیمه کې پوځي کمپونو ته هم زیان اړولی دی چې په ترڅ کې ېې اوبو «مهمات او چاودېدونکي توکې» له ځانه سره وړي دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې پوځ  ورکو شوو مهماتو د موندلو په موخه «د ټول سيند په اوږدو کې د لټون ټيمونه ګمارلي دي.» 

ځايي رسنیو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په ویست بنګال کې د هاوان یوه ګولۍ چې په سیلابونو کې راوړل شوې وه، وچاودېده چې دوه کسان په کې ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي.

په دغو سيلابونو کې سړکونه، پلونه او ټيلفون شبکې له منځه تللي دي. د سیکیم ایالت له خوا خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې له ۱۲۰۰ ډېر کورنه هم تخريب شوي دي.

(AFP)mks/aa/