1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند سمندري توپان اوډیشا ایالت ته رسیدلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د فاني په نوم سمندري توپان د هند اوډیشا ایالت ته رسیدلی دی. د دغه توپان له کبله د سختو ویجاړیو اټکل شوی دی. د توپان ترمخه کابو یو میلیون کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3HrR9
Indien Zyklon Fani
انځور: picture-alliance/dpa/AP

د فاني سمندري توپان د هند په سمندرګې کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر توپان ګڼل کیږي. خبري آژانسونو د هند د هوا پيژندنې ادارې د چارواکو له قوله ویلې دي چې دغه توپان نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می دریمه) د دغه هیواد اوډیشا ایالت ته رسیدلی دی، چې سخت باد ورسره مل دی.

د هند د هوا پيژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په یوه ساعت کې د دغه توپان سرعت له ۱۷۵ کیلومترو څخه تر ۱۸۵ کیلومترو رسیږي.

د پنجشنبې په ورځ د هند د لویدیځ سواحلو په اوږد کې پراته په لسونو زره کسان د توپان تر وررسېدو دمخه له خپلو مېنو څخه وایستل شول.

د هوا پيژندنې ادارې د اندرا پردیش، اوډیسه او د لویدیځ بېنګال ایالتونو په ځینو برخو کې تر ۱،۵ متره څپو، په ژورو ساحلي سیمو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو څخه خبرداری ورکړی دی. د دغه توپان له کبله د خیټنو کورونو د بشپړ ویجاړیدو، د بریښنا او مواصلاتي پایو د چپه کیدو، سړکونو ته د زیان اوښتو او د فصلونو د له منځه تللو اټکل شوی دی.

د یوه خراب حالت له پاره تیاری

د هندي چارواکو په وینا اټکل کیږي چې شا او خوا یو میلیون کسان له ژورو ساحو څخه ایستل شوي او په سرپناوو، ښوونځیو او نورو ودانیو کې یې پناه اخیستې وي.

هندي چارواکي اندیښنه لري چې ښایي دغه توپان په تیرو دوو لسیزو کې د هند تر ټولو ستر توپان وي چې ویجاړی له ځانه سره ولري. په ۱۹۹۹م کال کې په اوډیشا کې توپان لس زره انسانان وژلي وو.

طبیعي آفاتو ته د غبرګون ځواک، هغو سیمو ته چې د سیلاب له خطر سره مخامخ دي ۵۴ ټیمونه استولي دي او خواړه، اوبه او دارو درمل یې ذخیره کړي دي. په عین وخت کې د هند سمندري او هوایي ځواکونو، اردو او همداشان ساحلي ګارد ته د مرستندویه عملیاتو له پاره د تیارسۍ امر شوی دی.

دوه ستر بندرونه پاراديپ او وشاکهاپټنم تړل شوي دي او له سمندره د کښتیو د راایستلو امر شوی، څو د زیان اوښتو مخه ونیول شي.

ساحل ته د دغه سمندري توپان تر رسیدو وروسته داسې اټکل کیږي چې د شمال لویدیځ پر لور وړاندې حرکت وکړي او په تدریجي ډول کمزوري شوي حالت کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د لویدیځ بېنګال له لوري بنګله دیش ته ورسیږي.

د اټکلونو له مخې «فاني» سمندري توپان به د بنګله دېش د ژورو سیمو څخه تر تیریدو وروسته د کوکس بازار سواحلو ته ورسیږي چې کابو یو میلیون روهنګیا مهاجر پکښې اوسیږي چې په میانمار کې له زور زیاتیو راتښتیدلي دي.

sr/nz (AFP, AP, Reuters)