1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د هند تیز توپ اچوونکی ولي د نیولو له خطر سره مخامخ دی؟

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د هند د کریکټ لوبډلې تیز توپ اچوونکی محمد شامي ته محکمې د دوشنبې په ورځ امر کړی چې په ۱۵ ورځو کې محکمې ته حاضر شي، که نه و به نیول شي. پر شامي د هغه میرمن بیلا بیل تورونه لګولي دي.

https://p.dw.com/p/3Owzz
Indien Cricket-Spieler Mohammad Shami
انځور: Imago/Zumapress/T. Basnayaka

شامي چې دا مهال ویسټ انډیز ته له خپلې لوبډلې سره د ټیسټ لوبو د تر سره کولو له پاره تللی دی، په مارچ میاشت کې د لویدیځ بېنګال د پولیسو له لوري تورن شو، چې د دوشبنې په ورځ یې محکمې قضیه واوریده.

شامي له خپلې میرمن حسین جهان، سره د ۲۰۱۸م کال له مارچ میاشتې راهیسې په یوه قانوني جګړه کې ښکیل دی. حسین جهان پخوانۍ مودله ده. میرمنې یې پر شامي د جنسي ځورونې او وهلو ټکولو بیلا بیل تورونه لګولي دي.

د جهان مدافع وکیل ذاکر حسین د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې شامي ته امر شوی وو چې کولکتې کې محکمې ته حاضر شي او د ضمانت د ترلاسه کولو له پاره عریضه وکړي. نوموړې زیاته کړې «که چیرې شامي د [محکمې] د امر اطاعت و نه کړي، نو محکمې چارواکو د هغه د نیولو امر کړی دی.»

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي یاد خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي ول، چې دوی به د محکمې امر تر لاسه کړي.

شامي دغه تورونه ردوي او د خپلې بدنامۍ هڅې یې بولي. حسین جهان پر شامي باندې د درغلۍ تورونه هم لګولي وو.

په پام کې ده چې د هند د کریکټ بورډ د محکمې د دغه حکم په هکله خپل رسمي دریځ روښانه کړي.